لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترک پوځ د امریکايي ځواکونو د مرکز سره نژدې د کرد وسله والو خلاف عملیات کړي دي


یو امریکايي پوځي چارواکي د شورو، چهارشنبې، په ورځ ناوخته وي او ای ته وویل د ترکي د هوايي بمبارۍ په وخت امریکايي عسکر د خپل مرکز نه د 300 میټرو په فاصله کې وو. د امریکايي ځواکونو دغه مرکز د الحسکه ښار سره نژدی دی
یو امریکايي پوځي چارواکي د شورو، چهارشنبې، په ورځ ناوخته وي او ای ته وویل د ترکي د هوايي بمبارۍ په وخت امریکايي عسکر د خپل مرکز نه د 300 میټرو په فاصله کې وو. د امریکايي ځواکونو دغه مرکز د الحسکه ښار سره نژدی دی

د شام په شمال کې کرد وسله والو خلاف د ترک پوځ د عملیاتو په مهال هوايي بمباري په سیمه کې مېشت د امریکايي ځواکونو د مرکز سره نژدې لګېدلي چې له امله یې په علاقه کې تاوتریخوالی نور زیات شوی دی. دا خبره دوو سرچینو وي او ای ته کړې ده.

د امريکې مرکزي کمان چې په شام کې د نزدې ۹۰۰ هغه امريکايي عسکرو څارنه کوي څوک چې په سيمه کې د داعش په ضد کار کوي، ويلي د ترکي د جنګي جهازونو د بمبارۍ په وخت د امريکې په پوځي مرکز کې عسکر نه وو.

یو امریکايي پوځي چارواکي د شورو، چهارشنبې، په ورځ ناوخته وي او ای ته وویل د ترکي د هوايي بمبارۍ په وخت امریکايي عسکر د خپل مرکز نه د 300 میټرو په فاصله کې وو. د امریکايي ځواکونو دغه مرکز د الحسکه ښار سره نژدی دی.

د امريکا د دفاع وزارت پېنټګان پرېس سېکټري برېګېډير جنرل پېټرک راېډر ويلي، "په شام کې د ترکي تازه بمبارۍ د امريکې د هغه پوځ امنيت ته خطر پېښ کړی چې په شام کې د خپلو ملګرو ترڅنګ د داعش په ضد مبارزه کوي اود ۱۰۰۰۰ نه زيات د داعش وسله وال يې نيولي دي".

نوموړي زياته کړه، د داعش په ضد د امريکايي عسکرو په ښه شان د خپل کار ترسره کولو د پاره دا ډېره مهمه ده چې ترکي په دغه سيمه کې فوري ډزبندي وکړي.

جنرل پېټرک ووېل،‌دوي به د ډز بندۍ په اړه د ترکي چارواکو او خپلو ملګرو خبره کوي.

په شام کې د امريکا پلوي ډله سيرين ډېموکرېټک فورس يا اېس ډي‌اېف ويلي، د ترکي په بمبارۍ کې د امريکې دوه پوځيان وژلي دي.

د امريکې مرکزي کمان دغه تفصيل نه دی ورکړی.

د امريکا د ګډو پوځونو مشر جنرل مارک مېلي هم د شورو په ورځ د خپل ترکي هم سيال سره په ټېليفون په دې خبره ټينګار وکړو چې په دغه سيمه کې دې د امريکايي عسکرو سره خپلې اړيکې ټينګې کړي چې څه بده پېښه و نه شي.

ترکي د نومبر په ۱۳مه نېټه په استنبول ښار کې د شوي بمي بريدونو پړه په شام کې په کرد وسله والې ډلې وراچوي. د استنبول په بم چاودنو کې اته کسان وژل شوي او د دې په غبرګون کې ترکيپه شام کې هوايي بريدونه پېل کړي دي.

په شام کې د امريکا ملاتړې اېس ډي اېف او پېپلز پروټېکشن يونټ يا وايي‌ پي‌جي چې په شام کې د ترهګر ډلې کردستان ورکر پارټي نه جداشوې ډله ده، د استنبول په بريدونو کې د لاس لرلو نه انکار کړی.

امريکا د کردانو په مشرۍ کې د اېس ډي اېف ډله د داعش په ضد يو تګړه ملګری ګڼي خو ترکي اېس ډي اېف او وايي‌پي جي ترهګر ډلې بولي.

امريکايي‌چارواکي ګڼي چې د ترکي لخوا د اېس ډي اېف په ضد روان عمليات به په دغه سيمه کې د داعش په ضد روان مبارزې ته زيان اورسوي اود خېر په ځاېې به شر له وده ورکړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال جېف سېلډن د رپورټ نه اخیستل شوي چې پکې د وي او ای ترک څانګې هم مرسته کړې ده


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG