لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترک عدالت فېصله کړې چې د خبریال جمال خاشقجي د قتل مقدمه دې سعودي عرب ته منتقل کړی شي


جمال خاشقجي
جمال خاشقجي

د ترکي یو عدالت امر کړی چې د سعودي خبریال جمال خاشقجي په قتل کې د 26 ملزمانو مقدمه دې سعودي عرب ته منتقل کړی شي.

جمال خاشقجي په کال 2018 کې د ترکي په استنبول ښار کې د سعودي عرب کونسلخانې ته ورغلی و چې خپلې ترک چنغلې دپاره د واده دستاوېزات برابر کړي خو بیا ژوندی نه دی لیدل شوی.

خاشقجي د سعودي شاهي کورنۍ سخت نقاد و او د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه د هغه وژنې دنیا ولړزوله.

ای اېف پي وايي یو کال وړاندې د امریکې په یو استخباراتي رپورټ کې ویل شوي چې سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د دې خبرې منظوري ورکړې وه چې خاشقجي دې ونیول شي او یا دې قتل کړی شي.

د خاشقجي په قتل کې د 26 سعودي ملزمانو مقدمه د دوی په غیر موجودګۍ کې په 2020 کې د ترکي او سعودي عرب په تعلقاتو کې د تاوتریخوالي په مهال شروع شوي وه.

ترکي چې د خراب اقتصادي صورتحال سره مخامخ دی او سرمایه کارۍ ته ضرورت لري، سعودي عرب سره تعلقات بهتر کول غواړي. د انساني حقونو تنظیمونو د ترک عدالت دا فېصله غندلي چې د جمال خاشقجي د قتل مقدمه دې سعودي عرب ته منتقل کړی شي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG