لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي ځواکونو په صومالیه کې د الشباب دوه وسله وال وژلي


افریکا د نهې، سه شنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل الشباب د القاعده سره په دنیا کې د بلې هرې ډلې نه زیات نژدې تړون لري او په امریکايي ځواکونو او په امریکايي مفاداتو د حملو صلاحیت يې هم ښکار کړی دی
افریکا د نهې، سه شنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل الشباب د القاعده سره په دنیا کې د بلې هرې ډلې نه زیات نژدې تړون لري او په امریکايي ځواکونو او په امریکايي مفاداتو د حملو صلاحیت يې هم ښکار کړی دی

امریکايي ځواکونو په صومالیه کې د الشباب ډلې دوه وسله وال په هوايي حمله کې په هدف کړي او وژلي دي.

د امریکايي پوځ افریقا کمانډ یا اېفريکام د اتوار، یکشنبې، په ورځ حمله کې د الشباب هغه وسله وال په هدف شوي چې د صومالیه په نېشنل ارمي فورسز يې حمله کوله.

د الشباب په ضد حمله د صومالیه سرښار موغادیشو نه ۲۱۸ کلومېټره په شمال مغرب کې شوې ده.

افریکام وویل ابتدايي اندازه څرګندوي چې په هوايي برید کې د الشباب هغه دوه وسله وال ووژل شوو چې په صومالي ځواکونو يې حملې کولې او په عملیاتو کې ملکي خلکو ته څه نقصان نه دی رسېدلی.

افریکا د نهې، سه شنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل الشباب د القاعده سره په دنیا کې د بلې هرې ډلې نه زیات نژدې تړون لري او په امریکايي ځواکونو او په امریکايي مفاداتو د حملو صلاحیت يې هم ښکار کړی دی.

د امریکايي ځواکونو د هوايي حملې نه مخکې الشباب دا میاشت دوه بریدونه کړي دي.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ په ساحلي ښار کېسمایو په یو هوټل حمله کې لږ تر لږه یو لس کسان وژل شوي دي. او د اکتوبر په شروع کې په بېلېدوېن ښار کې دریو بم چاودنو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي دي.

صومالي نېشنل ارمي او ورسره تړلي ملېشي په مرکزي صومالیه کې د الشباب په ضد عملیات شروع کړي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې کارله باب او د صومالیه څانګې د رپورټونه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG