لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جمو و کشمیر کې د چاودنې له امله د یو کیپټن په ګډون دوه هندي عسکر وژل شوي


چارواکي وایي چې د سه شنبې په ورځ د هند د ولکې لاندې د جمو و کشمیر په اکهنور سیمه کې لاین اف کنټرول ته نزدې د یوې مبینه بمي چاودنې له امله دوه هندي سرتیري، چې یو پکې کیپټن و، وژل شوي او بل یو تن ټپي شوی دی.

هندي رسنۍ وایي چې هندي پوځ دې چاودنه کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې پخلی کړی او ویلي یې دي، " ځواکونه یې په سیمه کې برلاسي دي او د لټون عملیات دوا لري."

ګڼ شمیر هندي رسنیو د چارواکو په حوالې ورکولو سره ویلي، چې هندي سرتېرو د سه شنبې په ورځ د سیمې د ګزمې دنده ترسره کوله، چې د جمو ضلعې د اکهنور د بټل سیمې یوې مخکېنۍ پوستې سره نزدې پرې د ماین چاودنه وشوه.

چارواکي وایي، ژوبل سرتېري سمدستي روغتون ته ولېږدول شول، خو پکې دوه تنه، چې یو پکې کیپټن و، د ټپونو له امله ساه ورکړه.

ددې پېښې نور تفصیلات له په فوري توګه مخې ته نه دي راغلي.

د لاین اف کنټرول یا د دواړو کشمیرونو د ویشتونکې کرښې تر څنګ اکثره د ناامنۍ پېښې اؤ د پاکستاني اؤ هندي عسکرو د نښتو رپورټونه مخې ته راځي.

پاکستان اؤ هندوستان په دغه سیمه کې د کشمیر په ویشونکې پوله په لویه شمېره کې عسکر په ځای کړي دي او د دواړو پوځونو ترمنځ نښتې عامه خبره ګڼل کېږي.

په کال ۲۰۰۳ کې دواړو ملکونو په لاین اف کنټرول د ډزبندۍ دپاره معاهده کړې وه.

هندوستان وايي پاکستان په کشمیر کې د هغه وسله والو ډلو ملاتړ کوي چې د هند خلاف جنګیږي پاکستان دا خبره ردوي او وايي هندوستان په کشمیریانو د خپلو ظلمونه توجو لېرې کولو دپاره دغه ډول تورونه پورې کوي.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG