لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ای پي: اسرایلي ځواکونو سره نښته کې دوه فلسطینیان زخميان شوي دي


د ګل، دوشنبې، د ورځ د پېښې په اړه اسرایلي پوځ وویل چې اسرایلي ځواکونو د جنین په مغرب کې د وېسټ بېنک په یمون کلي کې په حملو کې په مشکوک توګه د ککړو کسانو د نیولو دپاره چاپه وهلي وه چې فلسطینیانو پې ګاڼې او چاودېدونکي مواد ورول شروع کړل او اسرایلي ځواکونو جوابي ډزې وکړې
د ګل، دوشنبې، د ورځ د پېښې په اړه اسرایلي پوځ وویل چې اسرایلي ځواکونو د جنین په مغرب کې د وېسټ بېنک په یمون کلي کې په حملو کې په مشکوک توګه د ککړو کسانو د نیولو دپاره چاپه وهلي وه چې فلسطینیانو پې ګاڼې او چاودېدونکي مواد ورول شروع کړل او اسرایلي ځواکونو جوابي ډزې وکړې

په وېسټ بېنک کې اسرایلي ځواکونو سره د ګل، دوشنبې، په ورځ جګړه کې دوه فلسطینیان زخمیان شوي دي. د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه دا خبره د صحت فلسطیني وزارت کړې ده.

ای پي وویل د روژې په میاشت کې د اسرایلیانو او د فلسطینیانو ترمنځ د تشدد دغه ورستۍ پېښه وه.

د ګل، دوشنبې، د ورځ د پېښې په اړه اسرایلي پوځ په یو بیان کې وویل چې اسرایلي ځواکونو د جنین په مغرب کې د وېسټ بېنک په یمون کلي کې په حملو کې په مشکوک توګه د ککړو کسانو د نیولو دپاره چاپه وهلي وه چې فلسطینیانو پې ګاڼې او چاودېدونکي مواد ورول شروع کړل او اسرایلي ځواکونو جوابي ډزې وکړې.

د فلسطین وفا نومې خبري ادارې وویل په ډزو دوه زخمي کسان هسپتال ته منتقل کړی شوي دي.

د هغو دوو فلسطینيانو چې په ورستیو هفتو کې یې په اسرایل کې حملې کړي د هغوی همکارانو د نیولو دپاره اسرایل د فلسطینیانو کلیو او ښارونو ته امنیتي ځواکونه لیږلي دي.

د دې میاشت په شروع کې یو مسلح فلسطیني د اسرایل په تل ابیب ښار کې درې کسان په ډزو ووژل. وروسته هغه هم پولیس ووژلو.

د تل ابیب د حملې ترڅنګ په دریو نورو حملو کې 14 اسرایلیان وژل شوي‌ دي چې ای پي وايي په تېرو څو کلونو کې په اسرایل کې تر ټولو زیاته خونرېزي ده.

ای پي وايي د ادارې خپلې شمېرې څرګندوي چې په تېرو څو هفتو کې اسرایلي امنیتي ځواکونو 25 فلسطینیان وژلي دي چې زیاتره په حملو کې ککړ وو خو یو قانون پوهه او یوه غیر مسلح مېرمن هم په وژل شویو کسانو کې شامله ده.

ای پي وايي جنین د فلسطیني وسله والو مرکز ګڼل کېږي او په اسرایلي ځواکونو په سیمه کې د عملیاتو په مهال اکثر حملې کېږي او فلسطيني انتظامي اداره چې په امنیتي معاملاتو اسرایل سره همکاري کوي، هم په جنین ډیر واک اختیار نلري.

ای پي وايي وېسټ بېنک، د غزه تړانګا او مشرقي یروشلم اسرایل د 1967 په جنګ کې نیولي دي خو دا هغه سیمي دي چې فلسطینیان یې د خپل اینده ریاست برخه ګڼي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG