لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرونا وایرس د دوبۍ شرابخانې تړلي خو کمپنۍ د اخیستونکو کورونو ته شراب رسوي


اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي دوبۍ په منځني ختیځ کې د شرابو  د څښلو مرکز ګنل کیږي او په ښار کې میشته خارجي کارونکي او سېلانیان د دوبۍ په رېسټورانټونو او هوټلونو کې په اسانه د خپلې خوښې شراب اخیستلی او څښلی شي خو دا وخت د دوبۍ مشهورې شرابخانې او رېسټورانټونه بند پراته دي

د کرونا ویراس د مخنیوي دپاره په دوبۍ کې شرابخانې او رېسټورانټونه تړل شوي دي خو دوو کمپنیو د خریدارانو کورونو ته د شرابو رسول دنده شروع کړي ده.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي دوبۍ په منځني ختیځ کې د شرابو د څښلو مرکز ګنل کیږي او په ښار کې میشته خارجي کارونکي او سېلانیان د دوبۍ په رېسټورانټونو او هوټلونو کې په اسانه د خپلې خوښې شراب اخیستلی او څښلی شي خو دا وخت د دوبۍ مشهورې شرابخانې او رېسټورانټونه بند پراته دي.

رابعه یاسمین د یورو مانیټر نومې د اقتصادې کمپنۍ څیړونکي ده وايي د کرویا وایرس له امله په دوبۍ کې شرابخانو او د ګران بېیه هوټلونو په کاروبار او د شرابو په استعمال نیغ په نیغه (منفي) اثر شوی دی.

د اماراتو هوايي کمپنۍ سره تړلي اېم اېم ايي او افریقن اېنډ اېسټرن نومې دوو شرکتونو په شریکه شراب د خریدارانو کورونو ته د رسولو دپاره وېب پاڼه خلاصه کړې ده. د دواړو کمپنو د مصنوعاتو قیمتونه د ۵۳۰ ډالرو نه واخله تر د څلورو ډالرو پورې دي او د ګاهکانو کورونه ته شراب رسوي.

ای پي په خپل رپورټ کې وايي د دواړو کمپنو د شرابو د رسايي په ویب پاڼه لیکل شوي چې په دې غیرمعمولي حالاتو کې د دوی د خدماتو ډیر ضروري دي.

په دوبۍ کې سېلګري د خپل پاسپورټ په ښودلو په بار یا شرابخانه کې شراب اخیستلی شي. په ښار کې اوسېدونکو خارجیانو ته پولیس د شراب اخیستلو دپاره د سور رنګ خصوصي کارډ جاري کوي او یوازې غیر مسلم او د ۲۱ کلونو نه د زیات عمر کسان شراب اخیستلی شي خو ای پي وايي په مېقده کې ساقي د جام ډکولو نه وړاندې د چا کارډ نه ګوري خو بس پیاله ډکوي.

د دوبۍ او اومان دپاره د اېم اېم ای مشر مایک ګلېن وویل د هغوی په خدماتو کې د خلکو دلچسپې ډیره لیدل کیږي. د شرابو تجارت د دوبۍ په اقتصاد کې لوې کردار ادا کوي. ای پي وايي دوبۍ ته د یو بوتل شرابو په واردولو یا امپورټ ۵۰ فیصد ټېکس اخیستل کیږي او په دوکان کې د بوتل په سر د خرڅیدو په وخت ۳۰ فیصد نور تېکس د حکومت خزانې ته درومي.

XS
SM
MD
LG