لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

متحده عرب اماراتو ویلي د حوثیانو دوه مزایلو مخه یې نيولې ده 


تېره هفته د یمن حوثي باغیانو په متحده عرب اماراتو د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې وه. په حمله کې په ابوظهبي کې د تېلو یو ډېپو لګېدلی و چې له امله یې درې کسان وژل شوي وو
تېره هفته د یمن حوثي باغیانو په متحده عرب اماراتو د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې وه. په حمله کې په ابوظهبي کې د تېلو یو ډېپو لګېدلی و چې له امله یې درې کسان وژل شوي وو

متحده عرب اماراتو ویلي د یمن د حوثي باغیانو د هغو دوو بېلېسټک مزایلو مخه یې نیولې ده چې د ابوظهبي په لوري وېشتل شوي وو.

د یو ای ايي د دفاع وزارت په يو بیان کې وویل چې د مزایلو باقیات په بې ضرره ډول وغورځېدل او څه نقصان یې و نکړو. وزارت وویل د هر قسم ګواښ مخنيوي ته تیار دی او هېواد د هرقسم حملو نه بچ کولو دپاره به ټول ضروري اقدامات کوي.

تېره هفته د یمن حوثي باغیانو په متحده عرب اماراتو د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې وه. په حمله کې په ابوظهبي کې د تېلو یو ډېپو لګېدلی و چې له امله یې درې کسان وژل شوي وو.

په وژل شویو کسانو کې یو د وزیرستان وکړی هم و. یو ای ایي د هغه پوځي اتحاد برخه ده چې د تېرې هفتې د حملې وروسته یې په یمن کې د حوثیانو په یو شمېر هدفونو بمباري کړې ده.

د سعودي عرب حکومتي مطبوعاتو د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل د حوثیانو یو بېلېسټک مزایل د سعودي عرب په جنوب کې غورځېدلی چې له امله یې یو تن زخمي شوی دی.

یادونه: د وي ا وای د دې خبر دپاره څه معلومات د ای پي، ای اېف پي او رویټرز خبري ادارو نه هم اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG