لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برتانيې دفاع وزارت: ښکاري چې روسي ځواکونو د اوکراین د سولیدار ښار زیاتره برخې نیولي دي


د اوکراین په مشرق کې سولیدار د باخموت نه لس کلومیټره لرې سیمه ده چرته چې د جنګ نه وړاندې تر اویا زرو پورې تبادي وه خو اوس خالي پرته ده
د اوکراین په مشرق کې سولیدار د باخموت نه لس کلومیټره لرې سیمه ده چرته چې د جنګ نه وړاندې تر اویا زرو پورې تبادي وه خو اوس خالي پرته ده

د برتانيي دفاع وزارت د نهې، سه شنبې په ورځ ویلي دي چې روسي ځواکونو او د صدر ولادي پوټن پرائیوټ کاروباري کمپنۍ د اوکراین په ختیځ کې په سولیدار سیمه د قبضې د پاره جګړه سخته کړې ده. دغه سیمه کې د مالګې او د جپسم کانونه او ذخیرې موجود دي.

یو امریکايي چارواکي ویلي دي چې یوګیني پریګوزین د صدر پوټن طاقتوره کاروباري شراکت دار دی او نظر یې په سولیدار او باخموت کې د مالګې او جپسم په ذخیرو دی.

د روسي کرایه پوځي کمپنی مشر پرېګوزین هم وړاندې ویلي وو چې د سولیدار د قبضې د پاره سیمې ته ټینکونه او درنه وسله ورلېږي او غواړي چې دغه سیمه کې ځمکه کې ماینونه خواره کړي او قبضه یې کړي.

مطبوعاتي رپورټونه د اوکریني چارواکو له قوله وايي چې په سولیدار د جګړې په وخت دواړو خواو ته لوی زیانونو اوړېدلي دي.

د اوکراین په مشرق کې سولیدار د باخموت نه لس کلومیټره لرې سیمه ده چرته چې د جنګ نه وړاندې تر اویا زرو پورې تبادي وه خو اوس خالي پرته ده.

د ډونیڅک ګورنر تېره ورځ باخموت کې په روسي بریدونو کې د یو تن د وژل کېدلو او د اتو نورو ژوبل کېدلو ویلی وو-

د اوکراین صدر ولادي میر زیلېنسکي د ګل دوشنبې په ورځ ویلي ځواکونو یې په سیمه کې وخت او طاقت تر لاسه کړی او په بهادری مزاحمت کوي خو وايي روسي بمباری کې زیاتره ودانی تباه کړی شوي دي.

د اوکراین پوځي کمانډر کرنل جنرل اوالیکسینډر سیریسکي هم ویلي دي چې د روسي ځواکونو سره د کریملن د کاروباري پارټنر کرایه ځواکونه مرسته کوي او د سولیدار سیمه یې د بیلا بیلو اړخونو په هدف کړی خو اوکریني ځواکونو یې په سیمه تر اوسه د قبضې هڅه شنډه کړې ده او لګیا دي دوي پشا کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای په هغه رپورټ اډاڼه لري چې ځینې معلومات يې د ای پي، روېټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه هم اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG