په یورپ او منځني ختیځ (مشرق وسطی) کې څو ملکونو په دې وجه د برطانیې نه د مسافرو پروازونه بند کړي چې برطانوي چارواکو په هغه هېواد کې د کروناوایرس د یو نوي ډول د پیدا کېدو خبر ورکړ.
د چارواکو په وینا، د کروناوایرس دغه نوې بڼه چې تازه په برطانیه کې راپیدا شوې ده، په ډېرې تیزې سره خورېدلی شي.
د دې خبر نه وروسته، هالېنډ د برطانیې نه د جهازونو په راتګ پابندي ولګوله او ورپسې بیا اېرلېنډ، اېټلي، آسټریا، او بلجیم هم همدا کار وکړ. همدا شان په منځني ختیځ کې کوېټ او اسرائیل هم د کروناوایرس د نوي ډول د وېرې، د برطانیې څخه په راتلونکو جهازونو پابندي لګولې ده. نور ملکونه هم په دې سوچ کې دي چې برطانیه کې د کروناوایرس د دې نوي ډول په راپیدا کېدو سره، آیا برطانیې ته په تګ راتګ پابندۍ ولګوي او که نه. په همدې وجه یورپین اتحاد یوه ناسته کوي چې په دې مسئلې باندې بحث وکړي.
د برطانیې ساینسدانان اوس په دې کوشش کې دي چې پوه شي آیا د کروناوایرس دغه نوې بڼه د تازه جوړ شویو وېکیسنونو په وړاندې حساس دي او که نه. د اول ځل دپاره د کروناوایرس دغه نوې بڼه د ډېسمبر په ۱۳مه په جنوبي اېنګلېنډ کې تصدیق شوه او حکومتي ساینسدانانو وویل چې د کروناوایرس دغه نوې بڼه د موجوده بڼې په نسبت په ډېرې تېزۍ وده کوي او خوريږي.
د برطانیې د صحت وزیر مټ هنکاک د اتوار/یکشنبې په ورځ له سکای نیوز ټي وي سره په مرکه کې وویل چې د کروناوایرس دغه نوې بڼه د کنټرول نه وتلې ده. هغه له برطانویانو وغوښتل داسې رویه دې اختیار کړي چې ګني دا وایرس دوی ته لګېدلی دی، په خاص ډول که لندن او یا جنوبي او مشرقي اېنګلېنډ کې اوسیږي.
د برطانیې وزیراعظم بورېس جانسن ویلي، داسې څه نښې نښانې نشته چې ګني تازه جوړ شوي وېکیسنونه به د کروناوایرس په دې نوي ډول باندې اثر ونه غورځولی شي، مګر بیا هم د دې نوي ډول وایرس په هکله ډېر شیان لا هم شته چې ساینسپوهان تر اوسه ورباندې نه پوهېږي.
جانسن دا هم وویل چې په برطانیه کې موندل شوی د کروناوایرس نوی ډول، د موجوده ډول په نسبت، اویا فیصده ٪۷۰ په تېزۍ خورېدلی شي.
د برطانیې مشر په لندن او ختیځ اېنګلېنډ کې د لاکډاون اعلان وکړ او له خلکو یې وغوښتل چې په کورونو کې دې پاته شي. په لندن کې ټول غېر ضروري سټورونه یا دوکانونه بند دي او څوک نشي کولی لندن ته ننوځي او یا له هغه ښاره بهر راوځي.
د برطانیې د صحت چارواکو ویلي چې یوازې د خالي/شنبې په ورځ په هغه ملک کې د کروناوایرس څه د پاسه اوویشت زره (۲۷۰۵۲) تازه کېسونه مخې ته راغلل او په هماغه ورځ، له پنځه سوو نه زیات (۵۳۴) کسان په دې بیمارۍ مړه شول.
تر اوسه په برطانیې کې د کروناوبا له وجې ټولټال ۶۶۵۴۱ تنان مړه شوي دي. په دویم عالمي جنګ کې په برطانیه کې د وژل شوو عامو خلکو شمېر قریب همدومره و.