لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: صدر پوتین ته د روس د پوځ شمېره د زیاتولو تجویز وړاندې کړی شوی


صدر پوتین وویل امریکې ته د زېلېنسکي سفر جنګ ته نور خشاک ور اچولی دی
صدر پوتین وویل امریکې ته د زېلېنسکي سفر جنګ ته نور خشاک ور اچولی دی

په اوکراین کې د جنګ په اړه د تازه معلوماتو په اړه د برطانيي د دفاع وزارت د جمعې په ورځ خپل استخباراتي رپورټ کې وویل چې د روس د پوځ تعداد تر 1.5 مېلین پورې رسوولو په لړ کې صدر ولادېمیر پوتین ته یو تجوزیر یا پلېن وړاندې کړی شوی دی.

د برطانيي د دفاع وزارت وویل صدر پوتین ته دغه تجویز د شورو، چهارشنبې، په ورځ وړاندې کړی شو او د روس د دفاع وزیر سرګی شوېګو چې د مجوزه منصوبې ترمخه به د روس په شمال مغربي سیمه کې دوه بريګېډونه د ډوېژن کچه ته ورسېږي.

د روس د دفاع وزیر د ځواکونو په شمېره کې د اضافې دپاره دا دلیل وړاندې کړو چې د مغربي ملکونو په پوځي اتحاد کې د فېنلېڼد او سوېډنشاملېدل به روس ته خطر راولاړ کړي.

د برطانيي د دفاع وزارت په خپل رپورټ کې وویل روسي تجویز ښښي چې په اوکراین د یرغل وروسته روس څنګه ځان سټرېټیجک مشکلاتو ته سموي او دا چې په داسې حال کې چې روس په اوکراین کې کم عسکر لري نو نور پوځیان به څنګه بهرتي کړي شي؟

د اوکراین صدر ولادومیر زېلېنسکي روزانه وېنا کې د زیارت، پنجشنې، په شپه قام ته وویل چې امریکې ته د هغه سفر ښې نتېجه راوړي دي.

په ټېلې ګراف وېب پاڼه شریک شوي د وډیو پېغام کې زېلېنسکي وویل د واشنګټن دورې یې ښې نتېجې او هغه شیان راوړي دي د اوکراین مرسته به وکړي.

په واشنګټن کې زېلېنسکي د امریکې صدر جوبایډن سره په وایټ هاوس کې ولیدل او د کانګرس مشترکه غونډې ته یې خطاب وکړو. هغه اوکراین سره د امریکې د مرستې ستاینه وکړه.

واشنګټن ته د زېلېنسکي د سفر په مهال صدر بایډن اوکراین سره د 1.8 بېلین ډالرو نور پوځي امداد اعلان وکړو چې پکې د هوايي دفاع نظام پېټریېټ مزایل هم شامل دي. دغه تر ټولو طاقتوره وسله ده چې امریکې تر اوسه اوکراین ته ورکړې ده.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ سېنېټ د 1.7 ټرېلین ډالرو قانوني مسوده منظوره کړه چې پکې اوکراین سره د مرستې دپاره 44.9 بېلین ډالر شامل دي. دغه بل به اوس منظورۍ دپاره ایوان نمایندګان ته لېږل کېږي.

صدر پوتین وویل امریکې ته د زېلېنسکي سفر جنګ ته نور خشاک ور اچولی دی.

صدر پوتین خبریالانو ته وویل چې وېل کېږي "دوی" پېټریېټ اوکراین ته لېږي. "مونږ به پېټریېټ هم مات کړوو."

روسي صدر وویل اوکراین ته پېټریېټ ورکول به جنګ نور هم وغځوي.

صدر پوتین وویل په یوه طریقه یا په بله جنګونه په خبرو ختمېږي او دا خبره چې څومره زر محسوس کړی شي دا به بهتره وي. "مونږ هېڅ کله هم مذاکرات نه دي رد کړي."

د روس صدر وویل د جنګ د ختمولو دپاره به هلې ځلې کوي او دا چې څومره زر وشي نو بهتره به وي.

د صدر پوتین د خبرو په جواب کې د وایټ هاوس د نېشنل سېکیورټي کاونسل یا د قامي سلامتیا شورا ترجمان جان کربي وویل صدر پوتین جنګ د ختمولو دپاره د خبرو "صفر" اراده څرګنده کړې ده.

جان کربي وویل صدر پوتین چې په ځمکه او په هوا کې څه کوي یو داسې تن ښکاره کوي چې "د اوکراین په ولس تشدد ته دوام ورکوي او جنګ زیاتوي."

جان کربي وویل د امریکې استخباراتي معلومات ښښي تېره میاشت شمالي کوریا د راکټو او مزایلو په شمول د روس وېګنر ګروپ نومې کمپنۍ ته وسله وکړې ده.

د برطانيي حکومت روس ته د شمالي کوریا ته وسلې ورکولو غندنه وکړه.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه وېګنر کمپنۍ مشر یوېګني پريګوزېن دغه خبر اندازه او ګپ شپ وبللو.

په نیویارک کې اقوام متحده قومونو دپاره د روس دفتر په سمدستي ډول په دې اړه تبصرې دپاره خواست ته جواب و نه ویلو. د شمالي کوریا خارجه وزارت دغه رپورټ بې بنیاده وبللو.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د رپورټ ترڅنګ د روېټرز او ای پي خبري ادارو نه هم اخیستل شوي‌ دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG