لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د برطانیې د شاهي کورنۍ نوې ناوې به یې سخر بدرگه کوي


پرېنس هېري او کوژدنه یې، مېگن مارکل. تر شا یې د هري مشر ورور، پرېنس ویلیم

سبا خالی ـ شنبې ته چې په برطانیه کې د شهزاده هېري د واده ورځ ده، د واده په ځانگړو مراسمو کې د شهزاده پلار، پرینس چارلز د ناوې مټ نیسي او په بدرگه به یې، په کلیسا کې خپل زوی، پرېنس هېري ته ورولي.

دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د ناوې، میگن مارکل پلار وویل چې صحت یې ښه نه دی او نشي کولای د خپلې لور په واده کې گډون وکړي.

مارکل په دې خپگان ښودلی چې پلار یې نشي کولای د هغې په واده کې حاضر شي، خو هیله یې ښودلې چې د وخت په تېرېدو یې د پلار صحت ښه شي.

د مېگن مارکل پلار چې ټامس نومیږي، په دې وروستیو کې د خپلې لور په واده کې د نه گډون بیلابېل دلیلونه بیان کړي دي چې ځیني دغه دلیلونه له یو بل سره سرنه لگوي. په آخره کې هغه د ټي اېم زي وېبسایټ ته وویل چې د زړه عملیات یې کړی او له دې کبله نشي کولای واده ته ولاړ شي.

پرېنس چارلز وایي په خوشحالۍ په خپله نگور بدرگه کړي
پرېنس چارلز وایي په خوشحالۍ په خپله نگور بدرگه کړي

په دې سره، په کېنزنگټن ماڼۍ کې د پرېنس هېري له دفتر څخه په جاري شوي بیان کې وویل شول چې مېگن مارکل له خپل راتلونکي سخر، پرېنس چارلز څخه غو‍ښتي چې د هغې د پلار ځای دې ونیسي او د واده په مراسمو کې دې هغه د نکاح تر ځایه بدرگه کړي. شاهي کورنۍ ویلي چې د ویلز شهزاده، پرېنس چارلز، په خوشحالۍ سره دا وړاندیز منلی دی.

دا مراسم به سبا، خالي ـ شنبې ورځ، د وینزر د لرغونې کلا په سېنټ جارج کلیسا کې ترسره شي. په برطانیه کې د پرېنس هېري او مېگن مارکل د واده لپاره خاص تدابیر نیول شوي او په پام کې ده چې دا واده به په ډیرو شاندارو مراسمو ولمانځل شي.

پرېنس هري د پرېنس ویلیم کشر ورور، او د شهزادگۍ ډیانا او پرېنس چارلز دویم زوی دی.

دا د مېکسیکو په روزاریتو ښار کې هغه کور دی چې ویل کیږي د مېگن مارکل پلار، ټامس مارکل په کې اوسیږي.
دا د مېکسیکو په روزاریتو ښار کې هغه کور دی چې ویل کیږي د مېگن مارکل پلار، ټامس مارکل په کې اوسیږي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ١٦ کلونو تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلیویژن کې خبریال و.

XS
SM
MD
LG