لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراېن ویلي روس په هسپتال بمباري کړې 


ای پي په خپل رپورټ کې وویل د مارییوپل نه علاوه په مغرب کې په یو ښار کې په دوو هسپتالونو هم بمونه غورځېدلي دي. د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ډبلیو اېچ او ویلي په اوکراېن د روس د یرغل شروع کېدو راهسې په تېرو دوو هفتو کې د صحت د خېرښېګړې په 18 اسانتیاو بمباري شوي ده
ای پي په خپل رپورټ کې وویل د مارییوپل نه علاوه په مغرب کې په یو ښار کې په دوو هسپتالونو هم بمونه غورځېدلي دي. د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ډبلیو اېچ او ویلي په اوکراېن د روس د یرغل شروع کېدو راهسې په تېرو دوو هفتو کې د صحت د خېرښېګړې په 18 اسانتیاو بمباري شوي ده

اوکراېن ویلي روسي ځواکونو په ماریوپل ښار کې په یو هسپتال بمباري کړي ده او اېسو سي اېټېډپرېس خبري اداره وايي په هسپتال بمبارۍ کې درې کسان وژل شوي دي چې پکې یو ماشوم هم دي.

امریکې په هسپتال د بمبارۍ د رپورټونو غندنه کړې ده.

د اوکراېن په هسپتال بمباري په داسې حال کې شوي چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د روس خارجه وزیر سرګی لاو روف او د اوکراېن خارجه وزیر دمیترو کولیبیا د ترکي په یو ساحلي ښار کې ولیدل او ترک صدر رجب طیپ اردوغان امید څرګند کړو چې دغه ملاقات به په اوکراېن کې د ډزبندۍ دپاره لاره هواره کړي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په هسپتال د بمبارۍ وروسته د اوکراېن صدر ولادومیر زیلېنسکي په نېټو غږ وکړو چې د اوکراېن په فضايي حدودو کې دې په پروازونو پابندي ولګول شی. "تاسو قدرت لرئ خو داسې ښکاري چې تاسو انسانیت دلاسه ورکوئ."

امریکې تر اوسه د اوکراېن دپاسه په پروازونو د بندیز یا د "نو فلای زون" غوښته رد کړې او دې خبرې ته پام ګرځوي چې د نوفلای زون د عملي کولو په لړ کې امریکايي ځواکونه د روسي ځواکونو سره نېغ په نېغه په ټکر کې ور تللی شي.

وایټ هاوس د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په هسپتال د بمبارۍ د رپورټونو تصدیق نشي کولی. د وایټ هاوس ترجمان جان کربي وویل که چېرې په هسپتال د بمبارۍ رپورټونه سم وي نو دا څرګندوي چې د اوکراېن ولس مجبور کړی شوي چې دا ډول قربانۍ ورکړي.

د ای پي ترمخه د مارییوپل په هسپتال بمباري په داسې حال کې شوي چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په اوکراېن د روس د یرغل شروع کېدو نه پس په لومړي روسي او اوکرېني سفاراتکارنو خبرې وکړې.

د روس خارجه وزیر سرګی لاو روف او د اوکراېن دمېترو کولېبا د بحیره روم په ساحل د ترکي په یو سیاحتي ښار کې ولیدل او د ترکي صدر رجپ طیب اردوغان وویل د دواړو ملکونو ترمنځ خبرې به د مستقل ډز بندۍ دپاره دوازه پرانځي.

کولېبا وویل د روسي خارجه وزیر سره ملاقات کې د 24 ګنټو دپاره په ډز بندۍ خبرې وشوې خو څه پرمختګ پکې ونشو. هغه وویل روس اوس هم غواړي چې اوکراېن ورته تسلیم شي.

کولېبا وویل اوکراېن به تسلیم نشي خو د روس سره به خبرو ته دوام ورکړي.

ای پي په خپل رپورټ کې وویل د مارییوپل نه علاوه په مغرب کې په یو ښار کې په دوو هسپتالونو هم بمونه غورځېدلي دي. د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ډبلیو اېچ او ویلي په اوکراېن د روس د یرغل شروع کېدو راهسې په تېرو دوو هفتو کې د صحت د خېرښېګړې په 18 اسانتیاو بمباري شوي ده.

بلخوا برطانیه او جرمني په هغو یورپي ملکونو کې شامل دي چې غواړي په اوکراېن د یرغل په لړ کې د ممکنه جنګي جرمونو په اړه شواهد راجمع کړي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، د ګل، دوشنبې، تر ورځې پورې ملګرو ملتونو د اوکراېن په جنګ کې د 474 ملکي کسانو د وژل کېدو او د 861 پورې د کسانو د زخمي کېدو رپورټونه ورکړي دي.

خو د ملګرو ملتونو او د اوکراېن چارواکي وايي د مرګ ژوبلې شمېره د دې نه زیاته هم کېدلی شي.

د جرمني د انصاف وزیر مارکو بشمېن د نهې، سه شنبې، په ورځ یوې ورځپاڼې ته وویل چې د جرمني وفاقي حکومتي وکیل په اوکراېن کې د جنګي جرمونو په اړه د ثبوتونو جمع کول شروع کړي دي.

هغه وویل په اوکراېن د روس یرغل د نړیوال قانون سنګینه خلاف ورزي ده چې هېڅ جواز یې نشي وړاندې کېدلی.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG