لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراين پوځي چارواکي د کرسمس په موقع روس سره د  اوربند امکان رد کړی


د اوکراین سرښار کییف مېیر یا ښاروال وویل روسي ډرون د شورو، چهارشنبې، په ورځ غورځول شوي دي او د ځینو ډرون د پرزو چاودېدو له امله پېنځو ودانیو ته نقصان رسېدلی دی
د اوکراین سرښار کییف مېیر یا ښاروال وویل روسي ډرون د شورو، چهارشنبې، په ورځ غورځول شوي دي او د ځینو ډرون د پرزو چاودېدو له امله پېنځو ودانیو ته نقصان رسېدلی دی

د اوکراین یو لوړ رتبه پوځي چارواکي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کرسمس په موقع روس سره په جنګ کې د ډزبندۍ امکان رد کړو او اوکراین ویلي د هېواد په سر ښار حمله کونکي د روس 13 ډرون یې غورځولي دي.

د اوکراین سرښار کییف مېیر یا ښاروال وویل روسي ډرون د شورو، چهارشنبې، په ورځ غورځول شوي دي او د ځینو ډرون د پرزو چاودېدو له امله پېنځو ودانیو ته نقصان رسېدلی دی.

د اوکراین د دفاع وزارت په یو ټويټ کې وویل چې په کییف د ډرون بله درنه حمله وشوه. وزارت وویل دا خبره واضحه ده چې روسي پوځ یوازې په داسې صورت کې زړه ور وي چې په پرامنه ښارونو حملې کوي.

د وي او ای رپورټ وايي د راکټونو، مزایلو، مارټرو او توپخانې تر څنګ روسي ځواکونه د اکتوبر د میاشت راهسې د اوکراین په جنګ کې ډرون هم استعمالوي او بجلې ګرې، د اوبو سهولتونه او د عام استعمال نورې اسانتیاوې په هدف کوي.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه د اوکراین د پوځ برېګېډیر جنرل اولېسکي ګروموف د زیارت، پنجشنبې، په ورځ يو خبري کانفرنس ته وېنا کې د کرسمس په موقع روس سره د ډز بندۍ امکان رد کړو.

جنرل ګروموف وویل مکمله ډز بندي هغه وخت کېدلی شي چې "زمونږ په خاوره یو قابض هم پاتې نه شي."

د اوکراین د پوځي چارواکې د خبرو نه وړاندې کریملن ویلي وو چې د کرسمس په موقع به جنګ نه ودروي.

کرسمس د حضرت عیسا (ع) د پېدایش د ورځې په لړ کې د عیسايي ټولنې د خوشحالۍ دستوره ده.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه د کرېملېن ترجمان دمتیر پېسکوف د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل چې د کرسمس په موقع ډزبندي په اېجنډا نه شته.

رویټرز وايي د اوکراین په مختلفو برخو کې درنه جګړه دوام لري.

امریکايی چارواکو ویلي تیاری کوي چې اوکراین د پېټریاټ نومې د مزایل د دفاع نظام ورکړي چې دا ډول اوکرایني ځواکونه روسي مزایل راغورځولی شي. دوو امریکايي چارواکو وي او ای ته د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل اوکراین ته د پېټریاټ نظام ورکولو په اړه رسمي اعلان به په اینده څو ورځو کې وکړی شي.

په اوکراین د روس د یرغل شروع کېدو نه پس امریکې اوکراین ته د بېلینونو ډالرو مالیت دفاعي امداد ورکړی دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې کارله باب او د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG