بېلجیم د نهې، سه شنبې، په ورځ یوکرېن سره د یو بېلین ډالرو پوځي امداد معاهده لاس لیک کړه چې ترمخه به يې بېجلیم یوکرېن ته ۳۰ اېف شپاړس جنګي جهازونه هم ورکوي.
د دواړو ملکونو د پوځي مرستې معاهده بېلجیم ته د یوکرېن صدر ولادومېر زېلېنسکي د دورې په مهال وشوه. بېلجیم ته د تګ نه مخکې زېلېنسکي سپېن او پرتګال ته هم تللی و چې په کال ۲۰۲۲ کې شروع شوي د روسي یرغمل په ضد د تازه امداد غوښتنه وکړي.
زېلېنسکي په اېکس، پخواني ټوېټر، وویل د دفاعي معاهدې دلاندې به بېلجیم یوکرېن ته یوشمېر پوځي سازاوسامان ورکوي چې په کې جدید بکتر بند ګاډي، د فضايي دفاع او د سمندري امنیت ضرورتونه پوره کول، د ماین پاکۍ الات، د توپخانې ګولې او پوځي تربیت شامل دی.
زېلېنسکي وویل په لس کلنه معاهده کې بېلجیم سره د استخباراتو، سایبرسېکیورټي، د غلطو معلوماتو په مخنیوي او په دفاعي صنعت کې تعاون هم شامل دی.
یوکرېن او سپېن د ګل، دوشنبې، په ورځ د پوځي امداد د معاهدې اعلان وکړو چې ترمخه به يې سپېن سږ کال یوکرېن ته د یو اشاریه یو بېلین ډالرو مالیت او د کال ۲۰۲۷ پورې به پېنځه بیلین ډالرو امداد ورکوي. سپېن به یوکرېن ته لېپرډ نومې ټېنکونه او د توپخانې ګوله بارود هم ورکوي.
زېلېنسکي د ګل/دوشنبې په ورځ د مغربي اتحادیانو نه وغوښتل چې کیېف ته اجازت ورکړي چې په هغو لېرې فاصلې وېشتونکو وسلو چې مغربي ملکونو ورکړي، د روس په خاوره اهداف په نخښه کړي.
د سپېن په مرکز مډریډ ښار کې د سپېن له صدر پېډرو سانچېز سره یو مشترک خبري کنفرنس کې زېلېنسکي وویل "مونږ ته په کار ده چې د زیات څه حاصلولو دپاره، د خپلو شراکتدارانو سره خپل مشترک کار ته شدت ورکړو. (چې هغه اهداف) هرې وسیلې سره چې وي، امن ترلاسه کول او روس په محسوسه طریقې سره دې ته مجبوره کول دي چې امن ته غاړه کیږي."
زېلېنسکي زیاته کړه چې ملک یې د روز د فضایي بریدونو د مقابلې دپاره، د فضایي دفاع نظام ته ضرورت لري. هغه وویل: "په کار ده چې مونږ یوځای کار وکړو او نه صرف په روس بلکې به خپلو شراکتدارانو هم فشار راوړو چې مونږ ته د روس په مقابله کې د ځان نه د دفاع فرصت راکړي."
د یوکرېن صدر په دې یادونې سره چې هره میاشت درې زره (۳۰۰۰) ځله د روسي بمباریو هدف ګرځېدلی، وویل: "حتی هغه شراکتداران چې وېرېږي دا (وسلې) مونږ ته راکړي، او یا هغه چې مشورې راکوي، هغوی ته په کار ده چې پوهه شي فضایي دفاع، دفاع ده، حمله نده."
د یو بل خبر ترمخه، د نېټو مشر ینس سټولټنبرګ د ګل/دوشنبې په ورځ د بلغاریه په پایتخت صوفیا کې د زېلنسکي د خبرو په تصدیق وینا وکړه. هغه د نېټو له چارواکو وغوښتل چې اوکراین ته د خپلو ورکړی شوو وسلو د استعمال په برخه کې دې لګول شوي محدودیتونه لېرې کړي. مغربي ملکونو اوس مهال په یوکرېن محدودیت لګولی چې د دوی وسلې به د روس په خاوره کې دننه استعمال نکړي. ینس سټولټنبرګ وویل، یوکرېن د ځان د دفاع حق لري، په شمول د دې چې "د اوکراین نه بهر جایز اهدافو" باندې حمله وکړي
Forum