لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراین د ډز بندۍ او د روسي ځواکونو د انخلا غوښتنه کړې



د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو اېن اېچ سي ار مشر فلېپو ګرانډي د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د 500000 نه زیات د اوکراین شهریان په کډوالۍ مجبور شوي او په ګاونډ ملکونو ته د سرپناه دپاره ورغلي دي
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو اېن اېچ سي ار مشر فلېپو ګرانډي د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د 500000 نه زیات د اوکراین شهریان په کډوالۍ مجبور شوي او په ګاونډ ملکونو ته د سرپناه دپاره ورغلي دي

اوکراین په روس غږ کړی چې په سمدستي ډول دې ډزبندي وکړي او د اوکراین نه دې خپل ځواکونه وباسي، دا په داسې حال کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د اوکرایني چارواکو یو پلاوی د روسي مامورینو سره د مذاکراتو دپاره بېلا روس ته ورسېدلو.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلسنکي د اروپايي اتحاد یورپين یونین نه غوښتل چې زر تر زره دې د هغه هېواد په خپل اتحاد کې غریتوب ورکړي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د اوکراین او د روس خبرې د اوکراین د پولې سره نژدې په بېلا روس کې شروع شوې.

د نېټو مشر ینس سټالټنبرګ وویل چې د اوکراین ولسمشر سره یې په ټېلې فون خبرې کړې. هغه وویل د اوکراین د صدر او د اوکراین د امنیتي ځواکونو د بهادرۍ ستاینه یې وکړه.

سټالټنبرګ وویل د نېټو اتحاد ملکونو اوکراین ته د فضايي دفاع او د ټېنکونو ضد وسلې او د انساني امداد رسد زیات کړی دی.

بلخوا، ملګرو ملتونو ویلي په اوکراین د روس د یرغل وروسته شروع شوي جنګ دلاسه په لکونو خلک بې کوره شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو اېن اېچ سي ار مشر فلېپو ګرانډي د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د 500000 نه زیات د اوکراین شهریان په کډوالۍ مجبور شوي او په ګاونډ ملکونو ته د سرپناه دپاره ورغلي دي.


د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د بیړنۍ غونډې په ترڅ کې د روسیې د اسعارو د بیعې د راټیټیدو او د دغه هیواد پر مرکزي بانک د نویو بندیزونو د لګېدو له امله پر روسیې باندې ډیپلوماټیک او اقتصادي فشارونه زیات شوي.

په داسې حال کې چې د روسیې پر اوکراین د يرغل پنځمه ورځ پاى ته ورسېده، د اوکراين پوځ وويل چې روسي ځواکونو عمليات ورو کړي.

وایټ هاوس وايي ټاکل شوې چېد دوشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر جو بایډن د یو شمېر متحدینو سره په اوکراین کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړي. اعلامیه وايي د متحد غبرګون همغږي کوي.

اوکراین د یکشنبې په ورځ وویل چې د روسیې له تیري راهیسې لږ تر لږه 350 ملکیان وژل شوي او 1700 نور ټپیان شوي دي.

د اوکرایني ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي او په داسې حال کې چې روسیې د خپلو پوځیانو د مرګ ژوبلې پخلی کړی، خو دقیق شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.


ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG