لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وروستۍ ميزايل حملې وروسته اوکرين د روس د يواځې کولو غوښتنه کړې


د اوکرين پوځ ويلي د روس د تېرې ورځ په بريدونو کې د پنځوستو نه زيات کروز ميزايل هم ويشتلي شوي دي چې په نتيجه کې يې د کيف د اوبو او بجلۍ نظامونه خراب شوي خو ښاروال وېټالي کلېشکوف ويلي نظامونه يې بيرته سم کړي
د اوکرين پوځ ويلي د روس د تېرې ورځ په بريدونو کې د پنځوستو نه زيات کروز ميزايل هم ويشتلي شوي دي چې په نتيجه کې يې د کيف د اوبو او بجلۍ نظامونه خراب شوي خو ښاروال وېټالي کلېشکوف ويلي نظامونه يې بيرته سم کړي

‎د اوکرين چارواکو په نړۍ غږ کړی چې د هېواد په بيلا بيلو ښارونو کې په ولسي ځايونو د بريدونو په غبرګون کې دې روس يواځې کړل شي.

د اوکرين د بهرنيو چارو د وزارت وياند اولېګ نېکولېنکو ويلي روس دې د جي 20 هېوادونو د ټولګي نه وويستل شي او په انډونيشيا کې دا مياشت د روسي ولسمشر ولاډيمير پوټين په بلنه د ياد ټولګي غونډه دې لغوه کړل شي.

نېکولېنکو په خپل ټوېټر پاڼه ليکلي “پوټين په ډاګه منلي چې د اوکرين په ولسي ابادۍ او توانايۍ په انفراسټرکچر يې د ميزايلو د بريدونو امر کړی. د هغه لاسونه په وينو سره دي او بېخي دې د نړيوالو مشرانو سره په مېز کېناستلو ته پرې نه ښودل شي”.

تېره شپه په خپله وينا کې د اوکرين ولسمشر ولاډيمير زېلېنسکي ويلي “روس دې نور د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا غړی پاتې نه شي”.

هغه وويل “د اوکرين د توانايۍ د ادارو خلاف ترهګري او د روس هڅې چې د خوراک نړيوال کمی رامنځ ته کړي پخپله د روس د ځان خلاف بېلګه ده چې د ټولې نړيوالې ټولنې مخالف دی”.

د اوکرين پوځ ويلي د روس د تېرې ورځ په بريدونو کې د پنځوستو نه زيات کروز ميزايل هم ويشتلي شوي دي چې په نتيجه کې يې د کيف د اوبو او بجلۍ نظامونه خراب شوي خو ښاروال وېټالي کلېشکوف ويلي نظامونه يې بيرته سم کړي.

تېره ورځ پوټين ويلي وو چې دا بريدونه د هغه ډرون حملو په غبرګون کې شوي په کومو کې چې اوکرين په بليک سي کې د روس سمندري جازونه په نخښه کړي وو.

د يو خبريال د پوښتنې په ځواب کې چې په اوکرين بريدونه د بليک سي د بريدونو ځواب دی نو پوټين وويل “او تر څه حده داسې ده خو دا ټول په ټوله داسې هم نه ده”.

اوکرين لا دا نه دي منلي چې روسي جازونه يې په نخښه کړي او په غبرګون کې يې تېره اوونۍ روس د ملګرو ملتونو د غلې په اړه کېدونکې غونډې ته تګ نه و کړی.

د امريکا د پوځ يو لوړ پوړي چارواکي وپلي امريکا په دې درک لګولو بوخت ده چې په سېواسټوپول کې په روسي جازونو مبينه حمله رابرسېره کړي او ويې ويل “مونږ ضرور دا څېړو چې هغلته چاودنې شوي”.

پوټين ويلي هغه جازونه په نخښه شوي چې غله يې وړله او د هغې د پاره د مخصوصې ساحې د حفاظت په خاطر يې دا ګام ځکه اخستلی چې د غلې ترسيل خوندي کړي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ويلي چې په ياده ساحه کې د مبينه حملو په وخت د ملګرو ملتونو د نظار لاندې چلېدونکي د غلې وړلو جازونه نه وو.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې مارګرېټ بشیر، د ای پي، روېټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG