اوکريني علينا کپاټسېنا اکثر خوبونه ويني چې اوس به ورته د مور ټيليفون راشي او ورته به وايي چې کور ته در روانه ده.
په پوځي ورديانو کې سړي په اپريل کې د 45 کلنې ويټا هانېچ کور ته ورغلل او هغه يې د ځان سره بوتلله. تر اوسه بيرته نه ده راغلې
د هغې کورنۍ وروستو خبر شوه چې هانېچ چې په سر کې رسولۍ هم لري او ترې کړيږي د ډونېټسک ښار په هغه برخه کې د روسي ځواکونو په ولقه کې ده چې روس نيولې ده.
کپاټسېنا ای پي خبري ادارې ته ويلي دا واضحه نه ده چې د هغې ناروغه مور چې يوه عامه شهري ده او چرې يې وسله نه ده راخستلې ولې روسيانو بندي کړي ده.
هانېچ د بلهاو غير پوځي اوکرينيانو نه څخه يوه ده چې روسي ځواکونو د يرغل وروستو د څو مياشتو نه د ځان سره ساتلې ده. ډېر پکې جنګي قيديان ګرځول شوي خو په حقيقت کې هغوی په جنګ کې برخه نه ده اخېستې.
ځينې پکې د قانون د نيشتوالي سره مخ دي ځکه چې نه يې څه جرم کړی او نه جنګي قيديان ګرځول شوي دي. اوکرينيان وايي د داسې خلکو شمېر د سلګونو نه تر زرګونو پورې رسي.
هانېچ په عامو جامو او چپلو کې وه چې روسيانو ونيوله او د ځان سره یې بوتله. کپاټسېنا وايي د کورنۍ يې دا خيال و چې مور به يې زر کور ته راشي ځکه چې د روسي ځواکونو طريقه دا وي چې په دوه درې ورځو کې تحقيقات پوره کړي او بيا خلک ازاد کړي خو مور يې لا په بند کې ده سره د دې چې هيڅ څه پوځي رابطه یا تړون يې د امنيتي ځواکونو سره نشته.
کله چې يې مور ازاده نه شوه نو کپاټسېنا او 65 کلنې نيا يې پسې لټون شروع کړو خو په ډونېټسک کې روسي چارواکو او حکومتي ادارو ورته هيڅ معلومات ور نه کړل.
کپاټسېنا وايي “هر چا به راته ويل هغه مونږ نه ده نيولې. نو چا نيولې چې هر څوک وايي مونږ نه ده نيولې؟ په مارچ کې کپاټسېنا خپل کلی پرېښود او د اوکرين د ولقې لاندې ښار نېپرو ته لاړه.
خو اخر چې ورته معلومه شوه هانېچ روسي ځواکونو نيولي او په يو بل ښار اولېنيوکا کې بنديوانه ده او په هغې د پټ ځايونو نه د نښانه ويشتونکې تور لګېدلی چې کورنۍ يې سخته حيرانه کړه ځکه چې هغه ناروغتيا لري او په هغې دورې راځي.
اينا اوروشيوا چې سل ورځې يې په داسې بند کې تېرې کړي چرته چې هانېچ ساتلې شوې وايي ډېر غير انساني سلوک پکې کيږي، بنديان په خېچنو اوبو څښلو مجبور وي، د لامبلو بندوبست نشته، وار په وار اوده کېدل وي او د نوي راغلو قيديانو د وهلو ټکولو اوازونه پکې اورېدل کيږي.
وروشېوا څوک چې 46 کلنه ده وايي دې ته يې ونه ويل چې ولې يې نيولې خو د نازيانو پېغورونه به يې ورکول چې اوکرينيان د نازيتوب نه اوباسو او وايي د جيل عملې به ورته ويل چې په دې باندې دې خوشاله شي چې مونږ ورسره وهل ټکول نه کوو.
د ډونېټسک چارواکو هانېچ جنګي قيدي ګرځولې او کورنۍ يې ورله خبر کړې چې هغه اوس په ماريوپول ښار کې بندي ده خو دا پته لا نه لګي چې کله به ازاده شي.