لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراين تور لګولی، روس پرې د بېلاروس نه فضايي حملې کوي


د اوکراين پوځ تور لګولی، روس د ابادو په علاقو بمبارۍ کوي، ښځې او ماشومان ايسار پاتې دي او روس د نړیوالو قوانينو سرغړونه کوي.

د وي او اې د خبر ترمخه د اوکراين پوځ ویلي، په 12 ورځ هم جګړه روانه ده، او د روس پوځ د بېلاروس د هوايي اډې نه په اوکراين فضايي بریدونه جاري ساتلي دي.

د اوکراين پوځ په بيان کې تور لګولی، چې د روس پوځ د ابادو په علاقو بمبارۍ کوي او د دغه لارې د نړیوالو بشري حقونو سرغړونه کوي.

اوکراين په روس دا تور هم لګولی دی، چې په خپله ولقه کې اخستو علاقو کې يې بشري بحران جوړ کړی دی، او ارپن ښار کې خلک د اوبو او بجلۍ څخه محرومه کړی شوي دي.

د وي او اې د رپوټ ترمخه اسرايل د اوکراين او روس ترمنځ د روغې جوړې هڅې پېل کړي دي.

په يروشلم کې د وي او اې خبريال لنډا ګرېډسټين ويلي، د روس وزیراعظم نفتالي بينيټ د روس د صدر ولاديمیر پيوټن سره په ټيليفون خبرې کړي دي.

رايټرز خبري ادارې د روس د صدارتي ماڼۍ له قوله ويلي، چې دواړو مشرانو د اتوار په ورځ په اوکراين کې د روس ځانګړو پوځي عملياتو په اړه خبرې کړي دي.

ويل شوي د ټيليفوني خبرو تفصيلات د اسرايل د وزيراعظم د روس د دورې يوه ورځ وروسته مخې ته راغلي دي.

له دې وړاندې د اسرايل وزیراعظم د اوکراين د صدر ولاديمیر زيلنسکي سره هم په ټيليفون رابطه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG