لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراین وايي روس د سولېدار ښار نه دی نیولی، په ښار جنګ دوام لري


د سولېدار دپاره د تېرو څو میاشتو راهسې تود جنګ دوام درلود او واړو خواو په ښار د نیولو په اړه متضاد دعوې کولې
د سولېدار دپاره د تېرو څو میاشتو راهسې تود جنګ دوام درلود او واړو خواو په ښار د نیولو په اړه متضاد دعوې کولې

اوکراین د روس دا دعوه رد کړې چې د اوکراین سولېدار ښار روسي ځواکونو نیولی دی او اوکرایني چارواکو ویلي د جمعې په ورځ په ښار جګړې دوام لرلو.

د اوکرایني ځواکونو د مشرقي کمانډ ترجمان سېريهی چېریویاتي او په سیمه کې بل اوکرایني چارواکي روېټرز خبري ادارې ته وویل چې روسي ځواکونو لا سولېدار نه دی نیولی.

روېټرز وايي دا ورته ممکنه نه وه چې په ښار ګوټي کې د حالاتو په کره توګه تصدیق وکړي خو دغه سیمه په موجوده وخت کې په اوکراین د روس د یرغل په مهال د جنګ تر ټولو توده علاقه ده.

د امریکي سي اېن اېن ټیلې وژن هم ویلي چې د اوکرایني پوځ ځینو دستو دا خبره تکرار کړې چې په سیمه کې جګړه لا دوام لري.

د دې رپورټونو نه مخکې د روس د دفاع وزارت د جمعې په ورځ وویل چې د اوکراین د مالګي د کانونو ښار سولېدار روسي ځواکونو نیولی دی. د روس د دفاع وزارت وویل روسي ځواکونو ښار د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ناوخته ونیولو.

د سولېدار دپاره د تېرو څو میاشتو راهسې تود جنګ دوام درلود او واړو خواو په ښار د نیولو په اړه متضاد دعوې کولې.

د اوکراین د دفاع نایب وزیر هانا مېلېر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل چې په ښار کې شدید جنګ روان دی او دا چې د اوکراین ځواکونه نه دي پسپا شوي.

د مېلېر د خبرو نه وړاندې واړو خواو ښار د قابو کولو په اړه متضاد دعوې کولې.

ای اېف پي خبري اداره وايي په سیمه کې د سخت اړي کړي په سبب دا ممکنه نه ده چې ازاده ډول د روس او یا د اوکراین د دعوو تصدیق وکړي شي.

د اوکراین د دفاع وزیر اولېکسي رېزنېکوف بي بي سي خبري ادارې ته ویلي اوکراین عملاً د مغربي ملکونو د پوځي اتحاد نېټو غړی ملک جوړ شوی دی.

هغه وویل د روس د یرغل خلاف جنګېدو دپاره د اوکراین ځواکونو ته د وسله او دغې وسلې د چلولو تربیت ورکړی شوی دی.

هغه وویل یقین لري چې په اینده کې به یې ملک ته په د نېټو د غړیتوب حق ورکړی شي.

په اوکراین کې د جنګ په اړه د برطانيې د فاع وزارت په خپلو معلوماتو کې وویل چې روسي صنعت د جنګ ضرورتونو پوره کولو دپاره د قیدیانو نه کار اخیستل شروع کړي دي او د نومبر په میاشت کې د روس د ټېنکونو جوړولو کارنې اعلان کړی یو د اړونده محکمو سره د خبرو وروسته به 250 قیدیان په کار وګماري.

مطبوعاتي رپورټونه وايي روس قیدیانو د مشقت اخیستلو اوږد تاریځ لري او په کال 2017 کې يې په دې لړ کې خصوصي قانون نافذ کړو.

قام ته تقریر کې په یو وزیر د روسي صدر ولاديمیر پوټن د تقریر نه وروسته په امریکا کې مېشته د جنګونو د مطالعې مرکز انسټېټیوټ فار دي سټډي اف وار وايي د ټیکالوجۍ د کمي په لړ کې د روس صدر ولادیمیر پوټن د قربانۍ ګډوری لټوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ي ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG