لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکرایني چارواکي وايي تمه ده د ماریو پول د وسپنې په کارخانه کې  ښکېل نور اولسي وګړي هم وباسي


اوکرایني چارواکو ویلي دي دوی تمه لري چې نن د می په دویمه به د ماریوپول له محاصره شوي ښار څخه نور ملکي وګړي هم وویستل شي.

صدر ولادیمیر زیلینسکي تېره ورځ ناوخته په یوه ویډیویي پیغام کې وویل چې تر سلو زیات ملکي وګړي وتوانېدل چې شاوخوا 200 کیلومیټره لیرې زاپوریزیا سېمې ته ورشي.

د روسي ځواکونو له خوا د ماریوپول د پاتې برخې کنټرول اخیستلو سره، په سلهاو ملکي وګړي او شاوخوا 2,000 اوکرایني عسکر د ازوستال د وسپنې په کرخانو کې پټ شوي دي.

د سي اېن اېن د یو رپورټ تر مخه 46 ملکي وګړي د شنبې یا خالي په ورځ د اوکراین په مارېپول ښار کې د وسپنې د کلابندې شوې کارخانې له شاخوا سیمو څخه وېستل شوي دي.

له دې سیمې څخه د ملکي وګړو د ایستلو وړاندې شوي کوښښونه د د روسي میزایلي په وجه ناکامه شوي وو. زیلینسکي وویل:

"د لومړي ځل لپاره، په دې سیمه کې دوه ورځنۍ ډز بندي وشوه."

د اوکراین د صدر مرستیال ایرینا ویریشچوک د ازوفستال وضعیت یو "ښکاره بشري ناورین"

ویر شچوک وايي دغلته خلک د خوړو، اوبو او د دوایانو د کمي سره مخ دي.

ملګرو ملتونو او د ریډ کراس ویلي دي د ورځې په وخت د خلکو ویستل خوندي ګڼي.

د اوکراین شاوخوا سل زره نور ملکي وګړي د ازوف سمندر په شمالي ساحل کې پروت په ماریوپول ښار کې د دوو میاشتو حملو ورستو اوس هم پاتې دي

بل پلو ته واشنګټن پوست وايي چې سویډن ویلي، یوه روس جیټ د جمعې په ورځ ددغه هېواد له هوايي حدودو خلاف ورزي کړېده او د دوی په فضا کې تر یو لنډ وخت وروسته بېرته تللې.

د ملګرو ملتونو په تر مخه د فبرورۍ په وروستیو کې د روس له خوا پر دغه هېواد د برید له امله شاوخوا میلیونه کډوال له اوکراینه وتلي، په دې ډلې نزدې درې میلیونه پولېنډ ته تللي دي.

رومانیا د 800,000 څخه ډیرو کډالو ته په هر کلي ویلو سره دویم هیواد دی چې په ګڼ شمېر کډوال ورته تلي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG