لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین روس سره په یوکرین متفق، خو غربي هیوادونه يي خلاف دي


روسي ځواکونو د یوکرین په کرائمیه سیمه کې خپله موجودگي نوره هم قوي کړې ده او هلته يي هوائي اډې او پوځي مرکزونه په خپله ولکه کې اخیستې دي
روسي ځواکونو د یوکرین په کرائمیه سیمه کې خپله موجودگي نوره هم قوي کړې ده او هلته يي هوائي اډې او پوځي مرکزونه په خپله ولکه کې اخیستې دي
د روس خارجه وزارت ویلي روس او چین د یوکرین په حالاتو اتفاق لري خو د اقتصادي قوتونو اتحاد جي سیون هیوادونو یوکرین کې د روس د کردار غندنه کوي او وايي روس د یوکرین خپلواکۍ سرغړونه کړې ده.
روسي ځواکونو د یوکرین په کرائمیه سیمه کې خپله موجودگي نوره هم قوي کړې ده او هلته يي هوائي اډې او پوځي مرکزونه په خپله ولکه کې اخیستې دي.
د روس خارجه وزیر سرگی لاورو د گل په ورځ د چین خپل هم منصب سره په ټیلې فون خبرې اترې کړې دي او هم د گل په ورځ به جنیوا کې د ملگرو ملتونو مشر بان کې مون سره لیده کاته کوي.
د چین خارجه وزارت ترجمان ویلي چین یوکرین کې د حالاتو د سیاسي حل ډله کوي. هغه وویل چین امید لري چې د هیواد په کړکیچ کې ښکیلې ټولې ډلې به د مذاکراتو او صلاح مشورې د لارې یو سیاسي حل راوباسي، حالات به نور خرابیدو ته نه پریښدي او په شریکه به امن او ثبات دپاره کار وکړي.
خپل یو بیان کې د جي سیون هیوادونو په روس غږ وکړو چې یوکرین سره دې خپلې مسلې دې د نیغ په نیغه مذاکراتو، یا د ملگرو ملتونو او یا د ارگنائزیشن فار سکیورټي اینډ کواپریشن ان پورپ په منځگړې توب حل کړي. جي سیون کې امریکا، برطانیه، کنیډا، فرانس، جرمني، اټلي او جاپان شامل دي.
او ایس سی ایي د گل په ورځ غونډه کې د یوکرین سره د ملاتړ په لارو چارو غور کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG