د اوکراین پوځ د ګل یا دوشمبې په ورځ ویلي روس د تیرې شپې راهسې د ۱۷ ډرون الوتکو نه حملې کړي او بی شمیره ګایډډ میزایلې يي ویشتلي دي.
د اوکراین پوځ زیاته کړې ۱۴ د ایران جوړ شاهد ډرون الوتکې او یو میزایل يي راغورځولی. دا الوتکې او میزایلې د اوکراین په خمل نیټسکي، وینیټسیا، کیروهراډ، مایکولیف،دینپروسک او زیپوریژیا سیمو کې راغورخول شوي دي.
د دي نیپروپیټروسک سیمې والي په سیمه کې د انرجۍ په یوه مرکز د اور لګیدو خبر ورکړی او دغه پیښه يي د روسي ډرون برید پورې تړلې ده. د مرګ ژوبلې کوم خبر مخې نه دی راغلی.
د اوکراین د ډیجیټل د چارو وزیر مایخیلو فیډروف روېټرز خبري ادارې ته ویلي اوکراین سږ کال د اوږدې فاصلې پورې الوت کونکي په زرګونو ډرونونو د جوړولو پلان لري چې به د روس دننه تر لرې پورې د حملو توان لري.
ښاغلی فیډروف وویل اوږدې فاصلې پورې الوت کونکی قف قاز ډرون د ۳۰۰، ۵۰۰، ۷۰۰ او ۱۰۰۰ کلومټره پورې فاصله وهلی شي."دوه کاله وړاندې دا صلاحیت نه وو موجود، بیخي نه وو."
د اتوار په شپې خپله وینا کې د اوکراین صدر ویلازېلېنسکي وویل چې اوکراین په د خپل هوايي دفاع نظام او الیکټرانیکي نظام د لارې جګړه په ښه کولو کار کوي. هغه زیاته کړه چې دا يې د سږکال ترټولو لوی ترجیحات دي.
په نزدیو میاشتو کې روس او اوکراین دواړو په یوبل هوايي حملې سیوا کړي چې د یو بل د انرجۍ، پوځ او ټرانسپورټ مهمه اسانیتاوي په هدف کوي.
د سټار لنک سیاري د کارولو څخه د روس انکار
د ګل په ورځ روس د دې خبرې نه انکار کړی چې پوځ يي د سټارلنک سیاري نظام د اوکراین په هغه سیمو کې کارولی چرته چې د روس قبضه ده.
د کرملن ویاند دیمتري پسکاؤ ویلي دا په ترتیب واره توګه تصدیق شوی نظام نه دی کوم چې "مونږ سره دی، دا په رسمي توکه دلته نه شي راوړل کیدلی او نه په رسمي توکه راوړل شوی. هم دغسې په رسمي توګه په هیڅ صورت نه شي کارول کیدلی."
دا ردونه په داسې وخت د روس لخوا شوې چې یوه ورځ وړاندې د اوکراین د پوځ استخباراتي څانګې ویلي دوي راپورونه تاید کړي چې د روس پوځ د جګړې په میدان کې د رابطو لپاره سټارلنک کارولی دی.
Forum