لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روس د حملو وروسته اوکراین د بجلۍ په استعمال قدغنونه لګولي 


زېلېنسکي وویل چې حکومت کوښښ کوي چې په ښارونو او کلیو کې د انتهايي ضرورت بنیادي اسانتیاو ته توانای ورکولو دپاره د بجلۍ ګرځنده یا موبایل مرکزونه جوړ کړي
زېلېنسکي وویل چې حکومت کوښښ کوي چې په ښارونو او کلیو کې د انتهايي ضرورت بنیادي اسانتیاو ته توانای ورکولو دپاره د بجلۍ ګرځنده یا موبایل مرکزونه جوړ کړي

د روس په حملو کې د هېواد د توانای نظام ته د نقصان وروسته، د اوکراین صدر په ولس غږ کړی د بجلۍ په استعمال کې دې احتیاط کوي او امریکې د روس په پېنځو شهریانو الزام لګولی چې په روس د اقتصادي بندیزونو خلاف ورزي يې کړې او امریکايي پوځي ټېکنالوجي يې روس ته منتقل کړي چې ځينې پکې د اوکراین په جنګ کې استعمال شوې ده.

د بجلۍ د استعمال په اړه د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي د شورو، چهارشنبې، په شپه قام ته وېنا کې د ولس نه غوښتنه وکړه چې د بجلۍ په استعمال کې دې بچت کوي.

زېلېنسکي وویل چې حکومت کوښښ کوي چې په ښارونو او کلیو کې د انتهايي ضرورت بنیادي اسانتیاو ته توانای ورکولو دپاره د بجلۍ ګرځنده یا موبایل مرکزونه جوړ کړي.

د اوکراین د توانای ادارې ویلي د بجلۍ په استعمال قدغنونه به سحر د اووه بجو نه د شپې تر 11 بجو پورې وي او چې د ژمی یخ زیاتېږي نو نور اقدامات به هم اخیستل کېږي.

بلخوا، امریکايي چارواکو د روس په پېنځو شهریانو په روس د اقتصادي پابندیو د خلاف ورزۍ الزامات لګولي دي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د وفاقي حکومت وکیلانو په نیویارک کې وویل روسي شهریانو الېکټرانک الات اخیستي وو چې ځینې پکې د اوکراین په جنګ کې هم استعمال شوي دي. حکومتي وکیلانو وویل روس ته دغه الات د منتقل کولو دپاره روسي شهریانو د جرمني یوه کمپني او د وېنزوېلا د تېلو نه یې ګټه پورته کړې ده.

د بجلۍ د استعمال په اړه د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي د شورو، چهارشنبې، په شپه قام ته وېنا کې د ولس نه غوښتنه وکړه چې د بجلۍ په استعمال کې دې بچت کوي
د بجلۍ د استعمال په اړه د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي د شورو، چهارشنبې، په شپه قام ته وېنا کې د ولس نه غوښتنه وکړه چې د بجلۍ په استعمال کې دې بچت کوي

هم د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکې، برطانیي او د فرانس په غوښتنه د اقوم متحده د امنیتي شورا یا سېکیورټي په یوه غونډه کې د روسي ځواکونو په لاس په اوکراین کې د ایراني ډرون په استعمال بحث وشو.

واشنګټن، لندن او پېرس وايي روس ته د ایران ډرون ورکول د متحده قومونو د قرارداد 2231 خلاف ورزي ده. د دغه قرارداد دلاندې ایران یوازې هغه ډول ټېکنالوجي برامد کولی شي چې سېکیورټي کاونسل يې اجازت ورکړي. خو د وي او ای رپورټ وايي ایران روس ته د ډرون ورکولو اجازت نه دی اخیستی.

په متحده قومونو کې د امريکې استازي دفتر وویل روس ته د ایراني ډرون په اړه دا لومړی بحث و، دا ډول خبرې اترې به بیا هم کولی شي او د سېکیورټي کاونسل د فېصلې د خلاف ورزۍ په لړ کې به د دواړو ملکونو، روس او ایران، احتساب کېږي.

د اوکراین چارواکي وايي په تېره هفته کې روس د ایران جوړ شاهد نومې ډرون استعمال کړي چې پکې په سرښار کییف کې حملې هم شاملې دي. روسي ځواکونه ایراني ډرون په هدفونو لکه د ځانمرګي حمله کونکو وروغورځوي.

په اقوام متحده کې د ایران سفیر امیر سعید ایراواني خبریالانو سره خبرو کې د ایراني ډرون د استعمالېدو خبره رد کړه او بې بنیاده یې وبلله. هغه وویل دا د ایران حکومت خلاف د غلطو خبرونو خپرولو برخه ده. هغه وویل د درغونو او ګمران کن معلوماتو دلارې دې خبرې ته زمینه برابرول کېږي چې ایران د سېکیورټي کاونسل د قرارداد نمبر 2231 خلاف ورزي کړې ده.

په متحده قومونو کې د روس نایب استازي روسي ځواکونو دلاسه د ایراني ډرون د استعمال خبرې بې بنیاده وبللې. هغه وویل روس د ډرون ټېکنالوجۍ د استعمال نه ښه خبر دی.

د اوکراین د خارجه چارو وزارت ویلي چې په تېره یوه هفته کې د 100 نه زیات ایراني ډرون په بجلي ګرونو، د اوبو صفا کولو په کارخانو، رهایشي ودانیو، پولونو او په شهري علاقو کې په نورو هدفونو غورځول شوي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات په متحده قومونو کې د وي او ای خبرنګارې مارګرېټ بشیر، ای پي، روېټرز او ای اېف پي خبري ادارو د رپورټونو نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG