واشنګټن - اوکرایني چارواکو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د هېواد په ګڼو ښارونو کې د نویو راکټي بریدونو خبر ورکړی چې د ګازو ځایونه هم پکې په نخښه شوي.
د اوکراین پوځ په یو بیان کې ویلي، د ډرون او توغندیو په دغو بریدونو کې د انرژۍ بنسټونه په نخښه کېږي او زیاتوي، دغه بریدونه له پلازمېنې کیېف څخه په جنوب کې تر اوډیسا پورې سیمو باندې شوي.
رویټرز خبري ادارې د اوکرایني چارواکو له خولې راخیستي، چې دوی دوه کروز میزایل، پنځه له هوا څخه وېشتونکي راکټونه او پنځه ایراني ساخت ډرونونه ویشتي دي، خو دغه ادعاوې د جګړې په ډګر باندې په خپلواکه توګه نه شي تایید کولای.
په کیېف کې لومړنۍ واوره ورېدلې، چارواکي وايي، د برېښنا کارکونکي کوښښ کوي چې د هېواد په ټولو برخو کې برېښنا بېرته فعاله کړي کومه چې د تېرې اونۍ په سر کې د روسانو په هوايي بریدونو کې پرې شوې وه.
د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي د زیارت یا پنجشنبې په ماښام په خپل ویډیوي راپور کې وویل، چې کابو لس میلیونه خلک یې برېښنا نه لري.
ملګروملتونو ویلي، که برېښنا بېرته جوړه نشي نو دوی د یو بشري ناورین د پېښېدو وېره لري.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټري کولیبا د زیارت یا پنجشنبې په سهار په یو ټویټ کې ویلي وو چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انټوني بلېنکن سره یې په ټیلیفون خبرې کولې چې روسانو په اوکراین باندې یو بل ستر راکټي برید وکړ.
کولیبا وویل، هغه له امریکا څخه د پوځي مرستو د برابرولو لپاره مننه وکړه او په دې یې ټینګار وکړ چې د هوايي دفاعي سیستمونو لېږل دې چټک کړای شي.
هغه همدارنګه له ځمکې څخه هوا ته د توغندیو د پرمختللي سیستم د بریا یادونه وکړه چې په دې میاشت کې یې کارولي دي.
کولیبا همدارنګه وویل، اوس وخت د دې دی چې اوکراین له امریکا څخه د پټریاټ په نامه د هوايي دفاع نور پرمخ تللي سیستمونه هم ترلاسه کړي.
د اوکراین په ختیځ د ډونیڅک په سیمه کې روس له خرسان څخه وتلو سرتېرو باندې درنه جګړه روانه کړې ده.
د اوکراین پوځ ویلي، چې روسي ځواکونو په بخمت، ترڅنګ سولېدار او نورو ښارونو باندې راکټونه توغولي.
همدارنګه د خارکیېف په بلاکلیا او ژپوریژیا ته نېږدې په نیکوپول او نور ښاروو باندې هم راکټونه ورېدلي.
خو رویټرز په خپلواکه توګه د جګړې په ډګر باندې راپورونه نشي تاییدولی.
بل پلو خپله په ژپوریژیا سیمه کې د روسانو یو راکټ د استونګې په یوې ودانۍ لګېدلی چې لږ تر لږه اوه کسان پکې وژل شوي دي.
اسوسېټېډ پریس لیکلي چې د نورو قربانیانو د لټون هڅې روانې دي.