لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراین دا خبره ردوي چې د روس خلاف به اېټمي وسله استعمال کړي

د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي د اتوار، یکشنبې، په شپه قام ته خپل تقریر کې وویل په سیمه کې یوازې روس د اېټمي وسلو د استعمالولو صلاحیت لري
د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي د اتوار، یکشنبې، په شپه قام ته خپل تقریر کې وویل په سیمه کې یوازې روس د اېټمي وسلو د استعمالولو صلاحیت لري

اوکراین د روس دا خبره رد کړې چې د اېټمي تابکارۍ حمله کوي او ويلي يې دي چې د اوکراین په ځای خپله روس د داسې ډول حملې منصوبه تیاروي او الزام به یې بیا په اوکراین پورې کړي.

د اوکراین خارجه وزیر دمېترو کوليبا د ټوېټر دلارې وویل د ډرټي بم (خیچن بم) په اړه د روس "دروغونه چې څومره بې منطقه دي نو هم دومره خطرناک دي."

د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي د اتوار، یکشنبې، په شپه قام ته خپل تقریر کې وویل په سیمه کې یوازې روس د اېټمي وسلو د استعمالولو صلاحیت لري.

هغه وویل که روس دا وايي چې اوکراین په مبینه توګه د داسې ډول حملې تیار کوي نو مطلب يې دا دی چې روس د حملې تیار کړي. هغه ویل وخت راغلي چې دنیا د روس خلاف سخت ترین ګامونه واخلي.

د روس د دفاع وزیر سرګی شوېګو د اتوار، يکشنبې، په ورځ د اوکراین د ډرټي "بم امکاني راپارونکو" په سر د امریکې، برطانيي، فرانس او د ترکي خارجه وزیرانو ته تشویش څرګند کړو.

د روایتي وسله دلارې داسې چاودنه کول چې اېټمي تابکاري خپروي، ورته ته ډرټي بم یا خیچن بم وېل کېزي.

د امریکې اېټمي اداره یو اېس نیوکلیېر رېګولېټري کمېشن وايي ډرټي بم دومره تابکاري نه خپروي چې خلک ووژني او یا يې بیمار کړي خو ویره خپرولی شي او په فضا کې د تابکارۍ خيچن والی پېدا کولی شي. اېن ار سي وايي د ډرټي بام په مقابل کې اېټمي وسله په مېلینونو ځله زیاته طاقتوره وي.

د امریکې، برطانيي او فرانس خارجه وزیرانو د اتوار، يکشنبې، په ورځ په یو بیان کې د اوکراین سره ملاتړ تکرار کړو او ويې وېل د دفاع وزیرانو يې د شوېګو الزامات رد کړل.

د امريکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن د اتوار، يکشنبې، په ورځ شوېګو سره په ټېلې فون خبرې وکړې. په تېرو دریو ورځو کې د دواړو دفاعي مامورینو ترمنځ دا دویمه رابطه وه.

د امریکې د دفاع وزارت، پېنټګان، وویل د اوکراین د ډرټي بم په مبینه توګه د استعمالولو په اړه اسټن د روس خبره رد کړه او ويې وېل چې د دې باوجود چې د اوکراین په ضد د روس غیرقانوني او بغیر د څه جواز جنګ دوام لري پکار ده چې امریکا او روس خپل منځو کې رابطه جاري وساتي.

د اوکراین د دفاع وزیراولیکسيي رېنیکوف وویل د ګل، دوشنبې، په ورځ به د اسټن سره خبرې کوي او د روس د اېټمي بلېک مېلنګ دې ته د نړۍ د جواب نه به يې خبروي.

یادونه: د دې خبر ځېنې معلومات دی ای پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG