لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراين: روس په پينځه منزل ودانۍ بريد کړی 15 تنه پکې وژل شوي


د اوکراين چارواکو د اتوار/ يکشنبې په ورځ [10 جولايۍ] ويلي، روس د اوکراين په چېسيويار علاقه کې د خلکو د اوسېدو په پینځه منزله ودانۍ راکټي بريد کړی، لږ تر لږه 15 تنه پکې وژل شوي او څو نور د ملبې لاندې ګېر شوي دي.

ويل شوي د خالي/ شنبې په شپه د ملکي وګړو په ودانۍ ميزايل بريد شوی که څه هم روس وايي چې دوی يواځې د اوکراين پوځ په هدف کوي.

له دې وړاندې د روس په برید کې د ملکي وګړو زیاتې وژنې په 21 جون شوې وې او په دغه بريد کې 19 تنه ملکي وګړي وژل شوي وو.

د روس لخوا د اوکراين په ختيځ او جنوب کې هم د ميزايل بريدونو خبرونه مخې ته راغلي دي.

ويل شوي د اوکراين ختيځ ښار خارکيف کې درې ملکي وګړي په بريدونو کې ژوبل شوي دي، که څه هم د روس اصل هدف په جنوب ختيځ کې په دونباس کې صنعتي علاقه کې بریدونه کېدل ښکاري.

دغه سيمه د اوکراين د لوهانسک او دونيتسک صوبو سره جوخته پرته ده. د اوکراين چارواکو په لوهانسک او دونيتسک ښارونو کې د بريدونو خبر ورکړی دی.

روس چې دعوه کوي تېره اوونۍ يې د لوهانسک صوبه په خپل واک کې اخستې، د ملکي وګړو په هدف کولو خبرونه ردوي.

د بي بي سي د خبر ترمخه د اوکراين ځواکونه په اوډيسا کې د اوکراين د برامداتو مرکزي لار مېکولايوف دفاع کوي او د روس سمندري ځواک اوس هم د اوکراين د صادراتو مخه نيسي.

په برتانیه کې د روس سفير په دې وروستيو کې ویلي، روس د اوکراين څخه د پوځ ویستلو امکان نه لري چې څو پورې يې په دونباس سيمه کې د اوکراين ځواکونو ته ماتې نه وي ورکړي.

سفيراېنډري کېلين ويلي، د روس او د روس د پوځ ملاتړي ځواکونو د اوکراين د جنوب نه وتل ګران دي.

بل لور ته د اوکراين حکومت په سمدستي ډول د روس د سفير بيان ته غبرګون نه دی ويلی.

خو د اوکراين صدر ولاديمير زيلنسکي ویلي، کله به هم په خپله خاوره د روس قبضه ونه مني او تر هغې به جنګيږي څو پورې چې يې د روس يو، يو پوځي د خپلې خاورې څخه بهر کړی نه وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG