لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراين او روس په يو بل په جوهري پلانټ کې د اور لګولو تورونه لګولي


د اوکراین صدارتي خبري ادارې د اتوار، يکشنبې، په ورځ یو تصویر شایع کړو چې ښښي د ژاپورژا په اېټمي بټۍ څخه لوګی پورته کېږي
د اوکراین صدارتي خبري ادارې د اتوار، يکشنبې، په ورځ یو تصویر شایع کړو چې ښښي د ژاپورژا په اېټمي بټۍ څخه لوګی پورته کېږي

ماسکو او کيېف په يو بل تورونه لګولي چې د اتوار/ يکشنبې په شپه په اوکراين کې د يورپ تر ټولو لوی د زاپوريژيا جوهري پلانټ يا ايټمي بټۍ، چې د روس لخوا قبضه شوې، په کې اور لګولی دی.

د ملګرو ملتونو د ايټمي انرژۍ نړیوالې ادارې (آی اې اي اې – IAEA) ايټمي څارونکې ايجنسۍ چې پراخه شپږ ريکټري تاسیساتو کې شتون لري، ويلي يې دي، کارپوهانو یې د اوکراين په جنوب کې د ایټمۍ بټۍ د شمالي برخې څخه پورته کېدونکي تور لوګي ليدلي، وروسته له هغې چې دغلته څو چاودنې شوي دي.

د روس سرکاري خبري ادارو TASS او RIA د هيواد د ايټمي انرژۍ کمپنۍ روسېټم (Rosatom) له قوله ویلي، چې اُور د اتوار د نيمې شپې څخه وړاندې مړ کړل شوی دی.

دغه اُور وروسته له هغې لګېدلی چې د کال 2022م راهسې روانه جګړه کې، اوکراين اوونۍ وړاندې روس پله تر ټولو لوی بريد کړی، او شخړه یې نوي پړاو ته رسولې ده.

د اوکراين جوهري کمپنۍ اینرګوتم ويلي، يو کولينګ ټاور او نور سامان ته تاوان اوښتی دی.

د روس خبري ادارې هم دغه خبر تاييد کړی خو ويلي يې دي، ياد ټاور فعاله نه وو.

روس دغه جوهري پلانټ په کال 2022م کې د لوی بريد په وخت نيولی وو، ويل شوي د ياد پلانټ شپږ جوهري ريکټرې بند دي.

د ګل/دوشنبې د سهار پورې نه ده معلومه شوې چې د اتوار په ماښام د لګېدلي اور علت څه وو.

د اوکراين صدر ولاديمير زيلنسکي په روس د اور لګولو تور لګولی او د روس چارواکو چې د اوکراين جنوبي برخه یې نیولې، د کېيف په ځواکونو یې د اور لګولو تور لګولی دی.

نړيوالې ادارې آی اې اي اې ويلي، د اور لګېدو په پېښه کې جوهري تحفظ نه دی اغېزمن شوی.
ويل شوي، د موقعې څخه ټیم ويلي په کولينګ ټاور مبينه ډرون بريد شوی دی.

د اوکراين اینرګوتم د روس د غفلت له امله اور لګېدلی. خو کوم ثبوت یې نه دی ورکړی او ويلي یې دي چې روس دغه ټاور د پوځي سازوسامان او چاودېدونکو موادو دپاره کاروي.

په ځواب کې د روس چارواکو او بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريه زخاروف په کيېف تور لګولی، چې په پلانټ یې اور لګولی او د جوهري ترهګرۍ هڅه کوي.

زيلنسکي يوه ويډيو خپره کړې چې پکې په ټاور لګېدلی اور ليدل کيږي.

ماسکو او کيېف وخت په وخت په يو بل د امنيت په خطر کې اچولو تورونه لګوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG