لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د اوکراین سمندري لارې د پرانیستلو کوښښ کېږي چې د هېواد زرعي پېداوار بهر دنیا ته ورسوول شي


رویټرز وايي روس په تور سمندر کې د اوکراین یو شمېر لوی بندرونه نیولي او سمندري لارې د روس د سمندري ځواکونو په ولکه کې دي چې اوکراین نه د تجارت مخه یې نيولي ده او په نتیجه کې يې په نړیواله کچه د خوراک بحران پېدا شوی دی
رویټرز وايي روس په تور سمندر کې د اوکراین یو شمېر لوی بندرونه نیولي او سمندري لارې د روس د سمندري ځواکونو په ولکه کې دي چې اوکراین نه د تجارت مخه یې نيولي ده او په نتیجه کې يې په نړیواله کچه د خوراک بحران پېدا شوی دی

د امریکې صدر جوبایډن اوکراین سره د 700 مېلین ډالرو مالیت پوځي امداد اعلان کړی دی چې پکې د راکټوجدید نظامونه او ګوله بارود شامل دي بلخوا د اوکراین زرعي پېداوار بهر نړۍ ته د رسوولو دپاره اوکرايني چارواکي د ملګرو ملتونو په یو مشن کار کوي چې د اوکراین سمندري لارې د برامداتو دپاره خلاصې کړی شي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، د اوکراین د سمندري لارو د خلاصوولو په اړه خبره د اوکراین د خارجه وزارت ترجمان اولېګ نېکولېنکو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وکړه.

رویټرز وايي روس په تور سمندر کې د اوکراین یو شمېر لوی بندرونه نیولي او سمندري لارې د روس د سمندري ځواکونو په ولکه کې دي چې اوکراین نه د تجارت مخه یې نيولي ده او په نتیجه کې يې په نړیواله کچه د خوراک بحران پېدا شوی دی.
نېکو لېنکو وویل هغه هېوادونه چې په اوکراین د یرغل له امله یې د خوراک تحفظ د خطر سره مخامخ شوی پکار ده چې په روس غږ وکړي چې د اوکراین د سمندري لارو محاصره او جنګ دې ختم کړي.

صدر بایډن اوکراین د نورې وسله ورکولو اعلان د شورو، چهارشنبې، په ورځ وکړو. او د وایټ هاوس چارواکو ویلي اوکرايني مامورینو امریکې سره دا لوظ کړی چې دوی ته ورکړی شوي جدید راکټې د روس په خاوره هدفونه ویشتلو دپاره نه استعمالېږي.

صدر بایډن په یو بیان کې وویل چې نوي وسله به د روسي پرمختګ په ضد دفاع کې د اوکرایني ځواکونو صلاحیت زیات کړي.

روسیې اوکراین ته د امریکې د وسلې ورکولو مخالفت کړی او یې راپاروونکی ګام بللی دی.

د روسيې خارجه وزیر سرګی لاو رو خبرداری وکړو چې د امریکايي اقدام په نتیجه کې د اوکراین جنګ د زیاتېدو او په دې کې د مغربي ملکونو ککړتیا خطر زیاتېږي.

د کرېملن ترجمان دمتري پېسکوف د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل چې اوکراین ته د امریکې نوره وسله په اوکراین کې د سولې د خبرو حوصله افزايي نه کوي. هغه وویل ماسکو ګڼي چې امریکا قصداً او اور تېل شېندي.

امریکايي چارواکو ویلي اوکراین ته نوي وسله د اوکراین د ضرورت او د هېواد په مشرقي سیمو کې د حالاتو مطابق ورکړی کېږي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د امریکې نیویارک ټایمز اخبار کې شایع شوي یو مضمون کې صدر بایډن وویل هغه روس سره جنګ نه غواړي.

بایډن وویل که څه هم هغه د روسي صدر ولادمیر پوتین او د هغه د اقداماتو مخالفت کوي خو امریکا به داسې څه کوښښ نه کوي چې پوتین د اقتدار نه لېرې کړي.

امریکايي صدر وویل ترڅو روس په امریکا یا د امریکې په اتحادیانو حمله نه کوي امریکا به په مستقیم ډول د اوکراین په جنګ کې نه شاملېږي.
د
د نېټو سېکرېټري جنرل ینس سټالټنبرګ د شورو، چهارشنبې، په ورځ په واشنګټن کې د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن سره شریک خبري کانفرنس ته وویل دا لا واضحه نه ده چې په اوکراین کې جنګ په څنګه او کله ختمېږي؟

هغه زیاته کړه غواړي چې دغه جنګ د امن مذاکراتو دلارې په داسې انداز کې ختم شي چې اوکراین یو قومي مقام ولري.

یادونه: د دې خبري معلومات د رویټرز، ای پي او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG