لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراین وايي په روس کې يې د رېل یو پل تباه کړی


د اوکراین د پوځ استخباراتي څانګې وویل د چېپېوکا دریاب دپاسه د رېل ګاډې پل يې په حمله کې وویشتلو
د اوکراین د پوځ استخباراتي څانګې وویل د چېپېوکا دریاب دپاسه د رېل ګاډې پل يې په حمله کې وویشتلو

واشنګټن – اوکراین د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د روس په جنوب مغربي سیمه سمارا کې يې د رېل یو پل تباه کړی دی.

د اوکراین د پوځ استخباراتي څانګې وویل د چېپېوکا دریاب دپاسه د رېل ګاډې پل يې په حمله کې وویشتلو.

د اوکراین استخباراتي ادارې وویل روس دغه پل د پوځي سا او سامان انتقالولو دپاره استعمالولو.

د روس د رېل محکمې وویل په سمارا سیمه کې پېښه شوې، مرګ ژوبله په کې نه ده شوې او د رېل ګاډو حرکت ځنډېدلی دی.

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي له لویدیځو هېوادونو څخه غوښتي چې اوکراین ته دې ځنډېدلې مرستې واستوي چې له روس څخه پرې د خپل ځان دفاع وکړي.

هغه په امریکا کې له اوکراین سره د مرستو ځنډېدلې قانوني مسودې ته په اشارې وویل،

"که چېرې دا ونشي، نو دا به په تاریخ کې یو له ډېرو بدو پاڼو څخه وي چې امریکا او اروپا د ایران په شهید ډرونونو او د روس په جنګي الوتکو باندې مات شي. د روس شیطان باید له کمزوره پرېکړو سره و نه هڅول شي او یا هم په مرستو کې له ځنډ او شکونو سره."

زېلینسکي خپلې د یکشنبې یا اتوار د ورځې په ټي وي وینا کې زیاته کړه، "دا ناممکنه بریښي چې څنګه د یو داسې هېواد ستونزې د کورني سیاست په مسلو کې وکارول شي چې ترې وینه څاڅي."

د زېلینسکي له دې سختې لهجې د هغه خپګان څرګندېږي.

دا په داسې حال کې چې په اوکراین کې مرګ ژوبله په زیاتېدو ده. د اوکراین په اودیسا بندري ښار کې د روس لخوا د شنبې په ورځ د ډرون په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲ ته لوړ شوی چې پنځه تنه پکې ماشومان دي.

زېلینسکي د اتوار یا یکشنبې په ورځ په اېکس یا پخواني ټویټر باندې یو پوست کې لیکلي دي، "روس د اوکراین ماشومان خپل پوځي اهداف ګرځولي."

اسوشیټېډ پریس لیکي چې له دوو میاشتو زیات وخت کېږي چې امریکا اوکراین ته وروستی ځل پوځي مرستې استولې وې.

په واشنګټن کې چارواکي په اوکراین کې د وسلو او ګولیو کموالي او د امریکا د مرستو کموالي ته د یو خبرداري په سترګه ګوري.

د کانګرس د استازو جرګې مشر مایک جانسن تر اوسه دا ردوي چې د ۹۵ بیلینه امریکايي مرستو قانوني مسوده چې په سېنېټ کې پاس شوې رایه اچولو ته وړاندې کړي.

په دغو مرستو کې ۶۰ بیلینه له اوکراین سره مرسته ده.

زېلینسکي ویلي، روس د فیبرورۍ د پیل راهیسې ۱۵ الوتکې له لاسه ورکړي او زیاته یې کړه، څومره چې مونږ د زیاتو الوتکو د وېشتلو وړتیا ولرو هغومره به د اوکراین د زیاتو خلکو ژوند خوندي شي.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکي په دې غور کوي چې د پنټګان د اوسنیو وسلو پر زېرمو باندې فکر وکړي مخکې له دې چې کانګرس یې د بیا پوره کولو لپاره د پیسو په ورکولو باندې موافقه وکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG