لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکرين وايي روسي ځواکونه يې په شا تمبولي او علاقه يې ترې بيرته نيولې ده



د شمال مشرق خارکيف سيمې ګورنر اولېح سينيحوبوف ويلي چې په ځيني سيمو کې يې ځواکونه د روسي فيډريشن سره ګډې پولې ته رسيدلي دي او روسي ځواکونه په بد حال کې په شا شوي دي
د شمال مشرق خارکيف سيمې ګورنر اولېح سينيحوبوف ويلي چې په ځيني سيمو کې يې ځواکونه د روسي فيډريشن سره ګډې پولې ته رسيدلي دي او روسي ځواکونه په بد حال کې په شا شوي دي

اوکرين دعوه کړې پوځي ځواکونو يې د ملک په شمال مشرق کې ځيني نور کلي د روسي ځواکونو نه بيرته نيولي او د روس پوځيان يې د دواړو هېوادونو تر پولې پورې په شا تمبولي دي.

اوکرین د روسي ځواکونو خلاف د پرختګ خبره د ګل/دوشنبې په ورځ وکړه.

د څو مياشتو نه د جګړې په اوږدو کې روسي او اوکريني ځواکونو د يو بل نه د سيمو نيولو او بيرته اخستلو دعوې کړي دي خو په دې ورستيو ورځو کې اوکريني ځواکونو ناڅاپه په مخ تګ پيل کړی چې په سيپټمبر کې د کيف د سيمې نه شروع شوی و.

د اوکرين صدر ولاډيمير زېلنسکي تېره شپه ولس ته په خپله وينا کې ويلي اوکريني ځواکونو دې مياشت په خپل تاروضي عملياتو کې د 6,000 کيلوميټر نه زياته علاقه بيرته نيولې ده. هغه ويلي “زمونږ ځواکونه په مخ روان دي”.

د امريکا د خارجه چارو وزير انټوني بلېنکن ويلي اوکريني ځواکونو د ملک په شمال مشرق کې د يادونې وړ په مخ تګ کړی او په ترڅ کې يې ورسره د امريکا او د اتحاديانو د مرستو او اوکريني ځواکونو او د ولس د کلک عزم ستاينه وکړه.

هغه وويل “دا لا تازه تازه ورځې دي او زه ګڼم دا اندازه لګول به غلط وي که چرې ووايو چې دا حالت به چرته ځي او کله به وشي او څنګه به شي”.

د روس د دفاع وزارت دا منلي چې دوی خپل ځواکونه په ياده سيمه کې په شا کړي او پوځ يې په شرق کې د ډونېټسک په سيمه کې بيا ځان تياروي.

د شمال مشرق خارکيف سيمې ګورنر اولېح سينيحوبوف ويلي چې په ځيني سيمو کې يې ځواکونه د روسي فيډريشن سره ګډې پولې ته رسيدلي دي او روسي ځواکونه په بد حال کې په شا شوي دي.

د يو وړوکي کلي زالينېچني چې تازه تازه ازاد کړل شوی يو اوسېدونکی ډيمېټرو حروشچينکو سکايي نيوز ته ويلي “روسيان سحر دلته وو خو په غرمه کې يې ناساپه چغې چوغې جوړې کړې او په ټينکونو او بکتر بند ګاډو کې په تښتېدو شول”.

د اوکريني ځواکونو مشر تېره ورځ ويلي پوځ يې په يوه ورځ کې د شلو نه زياتې سيمې بيرته نيولي. په دې اړه د برتانيا د دفاع وزارت ويلي په تېرو څو ورځو کې اوکريني ځواکونو د لنډن د ښاروالۍ هومره علاقه بيرته نيولې ده.

په خارکيف کې اوکريني چارواکو ويلي په سيمه کې يې نزدې 80% خلکو ته بجلي او اوبه بحال کړي چې روسي ځواکونو بندې کړې وې ​.

یادونه: د دي خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG