لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراین وایي د روس بریدونه یې د توانایۍ نظام ته خطر پېښوي


د اوکراین چارواکي وایي روس د جمعې په ورځ د لسګونو میزایلو او 60 ډرون الوتکو په وسیله د دوی د انرجۍ یا توانایۍ پر اډاڼو بریدونه کړي او درې پاور پلانټونه یې تباه کړي چې له کبله یې په لویه کچه د هېواد بجلۍ نه وه.

د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي په روس باندې تور لګولی چې د اوبو د بجلۍ یا هایډرو پاور دوه پلانټونه یې په هدف کړي او وایي په دې سره نه یواځې اوکراین بلکې ګاونډي مولدووا ته هم د ماحولیاتي تباهۍ خطر جوړوي.

په مارچ میاشت کې پر اوکراین باندې د روس د تېزو شوو بریدونو په لړۍ کې دا وروستی برید دی. صدر زلنسکي وایي تېره اوونۍ هم روس تر 190 زیات میزایل او 140 ډرون بریدونه ورباندې کړي وو.

د اوکراین د انرجۍ وزارت د اندازې له مخې دغو بریدونو یې د توانایۍ اډانو ته تر 11.5 ارب ډالرو زیات زیان اړولی دی.

د اوکراین لپاره د امریکې سفیرې بریجیټ برینک پر ایکس [مخکیني ټویټر] په یو پوسټ کې د روس دغه تازه بریدونه غندلي او "وحشیانه" یې بللي دي، هغې لیکلي چې له اوکراین سره "زموږ مرستې ته اوس اړتیا ده".

د یورپي اتحاد د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزف بوریل د روس دغه بریدونه "جنګي جرمونه" بللي او پر یورپي اتحاد یې ټینګار کړی چې اوکراین ته د پوځي مرستو رسېدل تېز کړي.

په اوکراین کې د توانایۍ په برخه کې کارکوونکې تر ټولو لویه کمپنۍ ډي ټي اي کې وایي، څو میاشتې وخت به واخلي چې دغه د انرجۍ تباه شوي پلانټونه بیرته رغول کیږي.

د کمپنۍ د اندازې له مخې د اوکراین په نیپرو ښار کې د اوبو د بجلۍ هایډرو پلانټونو بیا جوړولو به کلونه وخت واخلي، چې د چارواکو په وینا د تېرې اوونۍ په بریدونو کې اته ځله په نخښه شوي دي.

په برتانیا کې د انډیپنډنټ کموډیټي انټېلیجنس سروسز په نوم د څېړنیزې ادارې څېړونکې اورا سباډس د اوکراین د انرجۍ اډاڼو ته په رسېدلي زیان باندې د تبصرې په وخت وي او اې ته وویل، روس پوهیږي چې د لوی زیان لپاره چېرې بریدونه وکړي:

"څه چې غیرمعمول دي هغه دا دي چې دوی [روسان] پوهېدل چې څه باید په نخښه کړي، دا ښکاره کوي چې دوی له خپلو د انرجۍ له ماهرینو سره کار کوي او هغوی د اوکراین د انرجۍ په نظام پوره خبر دي او شاید هغوی له پوځ سره د اوکراین د انرجۍ د اډاڼو په ویشتلو کې مرسته کوي".

د روس او اوکراین دواړو د انرجۍ نظامونه د سووېت یا شوروي اتحاد په زمانه کې جوړ شوي دي او کېدای شي د دواړو هېوادونو د توانایۍ د برخې ماهرین د یو بل د بجلۍ د ټراسمیشن یا منتقلۍ او بجلۍ پیدا کولو د سیسټم له کمزوریو خبر دي.

ډاکټر اورا سباډس وایي دا خبره معلومه ده چې د روس د انرجۍ ماهرینو په نورو برخو کې له خپل پوځ سره مرسته کړې ده، وایي د مثال په توګه د روس د ایټمي انرجۍ کمپنۍ روساټوم د اوکراین په زاپورېژیا جوهري انرجۍ پلانټ کې فعالیت کوي چې د روس په ولکه کې دی.ب

ډېرو څارونکو تمه لرله چې روس به د اوکراین د انرجۍ په نظام باندې برید وکړي څنګه چې تېر کال هم داسې شوي وو، خو د متحدینو مرستې اوکراین د دې وړ کړی وو چې تر څه حده د انرجۍ زیانونو ته تیار اوسي.

خو د دغو تیاریو باوجود اوکراین د روس د دغو بریدونو په وړاندې بېوسه دی او د انرجۍ پر اډاڼو باندې یې وروستیو میزایل بریدونو په لکونو خلک له بجلۍ محرومه په تیاره کې ساتلي دي.

د اوکراین د انرجۍ پر اډاڼو له روسي بریدونو سره سره اوکراین هم د روس د تېلو د پاکۍ پر کارخانو ډرون بریدونه زیات کړي دي. د یوې اندازې له مخې اوکراین د روس د تېلو د صفایۍ وړتیا ته له لسو تر څورلسو فیصدو زیان اړولی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG