لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنیوا کې د یوکراېن په سر ګټه ورې خبرې


Ukraine Tension
Ukraine Tension
د امریکا او روس خارجه وزیرانو وېلي د یوکراېن لانجې کمولو په لړ کې یوه لوظنامه شوې ده چې تر مخه به ېي د یوکراېن په سړکونو موجود وسله وال کسان بی وسلې کیږي چې دغلته موجود فشار کمولو لپاره به هلته څا رونکي هم ټاکل کیږي.

د امریکا خارجه وزیر جان کېري دغه خبرې په جنیوا کې د امریکا، روس، یوکراېن او اروپاېي اتحاد سفیران د ملاقات وروستو خبریالانو سره کړي او زیاته کړی ېي ده د یوکراېن د شخړې د حل روایستو لپاره دغه ټول هیوادونه تیار دي. د امریکا خارجه سیکتر دا خبرداری هم ورکړی دا محال دا خبری په کاغذ لیکلی شوي او ددی کامیابي په عملي کیدو اړه لري.

د روس خارجه وزیر سرګې لاوروف د دغه ملاقات وروستو مطبوعاتو سره خبرو کې وېلي څلور وانړه ډلې به د یوکراېن د حقونود حفاظت لپاره به قامي خبری اتری جاري ساتي. د امریکا خارجه چارو سکتر جان کېري د ګډ ملاقات وړاندی د روس خارجه وزیر سرګی لاوروف ، د یوکراېن خارجه وزیر او د اروپاېي اتحاد خارجه چارو سېکتری کیتهرین آشټن سره هم جدا جدا ملاقات کړی.

هم په یوکراېن کې چارواکو وېلي روس پلوه بیلتون غوښتونکو او د یوکراېن قامي امنیت ساتونکو تر مینځه په ماري پول ښار کې شوو انښتو کې لږ تر لږه دري تنه مړه او ۱۳ نور ژوبل شوي دي. دغه تشدد پداسې حال شوی چې د روس او یوکراېن خارجه وزیران په جنیوا کې د امریکا خارجه چارو سیکتر جان کېري او د اروپاېي اتحاد خارجه پالیسۍ مشرې کیتهرین اشټن سره بیړنۍ خبرو اترو ته تیار شوي.

د یوکراېن خارجه وزیر وېلي روس پلوه بیلتو غوښتونکو په یو حکومتي مرکزباندې د ګرنیډونو او د تیلو په بمونو بریدونه اوکړل. هغه زیاته کړی امنېتي دستو ګنړ شمیر برید کونکې بې وسلې کړي او ګڼ ېي پکې نیولي هم دي. روس پلوه وسله والو دعوه کړی د دغه مرکز کمانډر د دوي سره د خبرو اترو کولو نه انکار کړی وو او دغلته د شوي تشدد ذمه واري يې په هغه اچولې.

د یوکراېن موقتي وزیراعظم اولیګزنډر ټرچېنیوف په سر ښار کیو کې پارلیمان ته د وینا په وخت دغه روس پلوه وسله وال ترهګر بللي هغه وېلي: (دغه ترهګرو په ماري پول کې په یو پوځي مرکز حمله کوله او دغلته موجوده وسله او پوځي ګاډي ېي قبضه کول غوښتل. او کله چې دوي په دریم ځل وسله په لاس په دغه مرکز برید اوکو، نو امنیت ساتونکو په دغو ځوابي حمله اوکړه او درې ترهګر ېي ووژل ، ۱۳ نور ېي ژوبل کړل او ۶۳ ېي اونیول)

د روس صدر ولادي میر پیوټن د روس په قامي ټي وي په وینا کې د یوکراېن په حکومت تور لګولې خو دا ېي هم منلي چې په جنیوا کې کیدونکې خبری اتری مهمې دي. ښاغلي پیوټن وېلي د یوکراېن حالات خه کولو یواځینۍ لاره جمهورېت دی. په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفېرې سمانتا پاور امنېتي شورا ته تېره ورځ وېلي د خطیز یوکراېن په اړي ګړي کې د روس د لاس لرلو ښکاره ثبوتونه موجود دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG