لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراین د مغربي اتحادیانو نه ټېنکونه غوښتي


اوکرایني وزیرانو وویل دا ضمانت ورکوي چې اوکراین به د ټېنکونو استعمال په ذمه وارانه ډول او د ملک د منل شویو نړیوالو سرحدونو دننه د اوکراین علاقايي یوالي د تحفظ دپاره کوي
اوکرایني وزیرانو وویل دا ضمانت ورکوي چې اوکراین به د ټېنکونو استعمال په ذمه وارانه ډول او د ملک د منل شویو نړیوالو سرحدونو دننه د اوکراین علاقايي یوالي د تحفظ دپاره کوي

اوکراین د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د مغربي اتحادیانو نه غوښتنه وکړه چې اوکراین ته دې ټېنکونه ورکړي ځکه چې روس د ځواکونو په معیار او پوځي ساز او سامان کې برتري لري.

د اوکراین خارجه وزیر دمیترو کولېبا او د دفاع وزیر اولېکسي رېزنکوف په مشترکه بیان کې د هغو پنځسو ملکونو ملکو شکریه ادا کړه چې اوکراین سره يې د دفاع په برخه کې مرسته کړې ده.

خو دواړو وزیرانو وویل د روس خلاف جنګ کې دا وخت د اوکراین ځواکونه جدید بکتر بند پوځي موټرو او د اوکرایني عسکرو د حرکت صلاحیت بهتر کولو دپاره د مغربي ملکونو جوړ ټېنکونو ته ضرورت لري.

کولېبا او اولېکسي د برطانيې ستاینه وکړه چې اوکراین ته به چېلېنجر ټو نومې ټېنکونه لېږي. دواړو وزیرانو غوښتنه وکړه چې که کوم ملک سره د جرمني لېپرډ ټو نومې ټېنکونه وي نو اوکراین ته دې ورکړي.

اوکرایني وزیرانو وویل دا ضمانت ورکوي چې اوکراین به د ټېنکونو استعمال په ذمه وارانه ډول او د ملک د منل شویو نړیوالو سرحدونو دننه د اوکراین علاقايي یوالي د تحفظ دپاره کوي.

د امریکې یو چارواکی اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ته او د جرمني یو چارواکي روېټرز خبري ادارې ته وویل جرمني به اوکراین ته د لېپرډ ټو ټېنک د لېږل کېدو هغه ورکوي که چېرې امریکا جنګ ځپلي ملک ته د خپل اېبرامز ټېنک د لېږل کېدو اجازت ورکړي.

اوکرایني وزیرانو د ټېنکونو دپاره د زیارت، پنجشبې، په ورځ‌ بیان په داسې حال کې جاري کړی چې د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن به په جرمني کې د جرمن دفاع وزیر بورېس پېسټورییرس سره ویني او د جمعې په ورځ به د امریکې په مشرۍ کې د اوکراین ډېفېنس ګروپ یا د اوکراین د دفاع ډلې په غونډه کې به شرکت کوي او د اوکراین په دفاعي ضرورتونو به غور کوي.

توقع ده چې امریکا به اوکراین سره د دوه بېلین ډالرو مالیت نور پوځي امداد اعلان وکړي چې پکې به سټرایکر نومې بکتر پوځي موټرې هم شاملې وي خو اېبرامز ټېنکونه به د امداد په دغه متوقع کڅوړه کې نه وي.

د امریکې دفاع نایب وزیر کالن کال چې د پالېسۍ یا تګلاره په برخه کې کار وي، د شورو، چهارشنبې، په ورځ یې خبریالانو ته وویل اوکراین د روس دفاعي کرښې ماتولو دپاره پوځي ساز او سامان ته ضرورت لري خو امریکا دا وخت اوکراین د اېبرامز ټېنکونه نه شي ورکولی. هغه د ټېنکونو د چلولو او بحال ساتلو په لړ کې د مشکلاتو ذکر وکړو.

کال وویل نه ده پکار چې امریکا اوکراین ته داسې ساز او سامان ورکړي چې اوکراین يې په مالي لحاظ وس نه لري او مرمت یې نه شي کولی.

د یورپين کاونسل صدر چارلزې مایکل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د اوکراین صدر ولادومير زېلېنسکي او د نورو اوکرایني چارواکو سره خبرو دپاره به کییف دوره کوي. مایکل وویل اوکراین ملاتړ ته ضرورت لري او هم په دې موضوع به هغه د صدر زېلېنسکي سره خبرې کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، روېټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG