لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امريکا ويلي اوکرين ته د 725 ميلينو ډالرو نورې پوځي مرستې ورکوي


واشنګټن- د روس د توغندو لا ميزايلو د تازه بريدونو چې پکې د اوکرين ښارونه او عام ولس په نخښه شوی وروستو د امريکا حکومت تېره ورځ اوکرين ته د 725 ميلينو ډالرو نورې پوځي مرستې اعلان کړي.

امريکايي چارواکو ميډيا ته ويلي په اعلان شوي پوځي مرستو کې د اوکرين د هوايي دفاع د پاره کومه ځانګړې برخه نه ده ورکړل شوې بلکې هغه وسلې ورته لېږل کېږي چې اوکرين پرې د وړاندې نه په برياليتوب سره د روس مقابله کوي.

د امريکا وزير خارجه اينټوني بلېنکن د جمعې په ورځ په يو بيان کې ويلي:

“دا کوم صلاحيت چې مونږ ورکوو په دې ښه غور فکر شوی چې دا به په جګړه کې اوکرين ته ګټه ورورسوي”.

د برتانيا د دفاع وزارت د خالي/شنبې په ورځ ويلي تېره مياشت روس اعلان کړی و او دغلته يې د لازمي پوځي ذمه وارۍ په ترڅ کې نور ځواکونه لېږلي خو داسې ښکاري چې په ښه وسلو سمبال نه دي.

د ادارې په ټوېټر پاڼه د استخباراتي رپورټ په حواله ليکل شوي:

“ډېری پوځيان چې د ضرورت په وخت کې جنګ ته رابلل کيږي د ځان ساتنې سامان پخپله اخلي او په خاصه توګه نوې 6B45 زغرې چې د ريټنېک ځانګړي وسله وال پروګرام برخه ده او جنګي قطعو ته ورکول کيږي”.

په رپورټ کې ويل شوي دغه زغرې په روسي وېب سايټونو په څلوېښت زره روبلو خرڅيږي چې د 640 امريکايي ډالرو برابر دي خو دا د اپريل په مياشت کې په دولس زره روبله خرڅېدې چې يو سل نوي امريکايي ډالر ترې جوړېدل.

روس د جمعې په ورځ هم د اوکرين په ښارونو د توغندو بريدونه کړي او په دويم غټ ښار خارکيف يې څلور ميزايل ويشتلي چې په ځواب کې يې اوکريني ځواکونو د روس دننه په توپخانه انداختونه کړي او د وسلې يو ګودام يې په نخښه کړی.

په نخښه شوې سيمې بېلګوروډ ګورنر د سوشل ميډيا په ټيلي ګرام بڼه د بريد پخلی کړی او خبرونه وايي يو شمېر چاودنې اورېدل شوي خو د اوکرين چارواکو د بريد ذمه واري نه اخستلې.

د روس ولسمشر پوټين د جمعې په ورځ ويلي په غټه کچه حملو ته هيڅ حاجت نه لري ځکه روس نه غواړي اوکرين ويجاړ کړي خو د دې سره سم پوټين اوکرين ته د دوه سوه دوه ويشت زره رېزروېسټ لا اضافي ځواکونو د لېږلو دفاع هم کړې چې د جنګ سنګرونو ته لېږل شوي.

د روس ولسمشر پوټين د قازکستان په استانه ښار کې پرېس کانفرنس ته ويلي چې اضافي ځواکونه به په دوو اونيو کې چمتو وي. د روس د دفاع وزارت درې سوه زره اضافي ځواک لېږل هدف ايښودی چې په روس کې پرې غبرګون رامنځ ته کړی او په زرګونو خلک يې هېواد پرېښودلو ته اړباسلي دي.

پوټين ويلي 33,000 نوي اخستل شوي پوځيان د ځواک برخه جوړه شوې چې شپاړس زره پکې جنګ ته تللي. د روسي مطبوعاتو د رپورټونو تر مخه په نوي ګومارل شوي ځواکونو کې کم نه کم اوه تنه تر اوسه په جنګ کې مړه شوي دي.

د اوکرين ولسمشر ولاډيمير زېلېنکي تېره ورځ پخپله وينا کې ويلي:

“اوکرين په مخ تګ کوي او روس د وړاندې نه د زړه ماتي او نااوميدۍ سره مخ دی”.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG