لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زېلېسنکي وايي د چین صدر سره يې په ټېلې فون په دوه اړخيزو تعلقاتو خبرې وکړې 


زېلېنسکي د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ټوېټر یو پېغام کې وویل شي پېنګ سره اوږدې بامعنې خبرې وکړې
زېلېنسکي د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ټوېټر یو پېغام کې وویل شي پېنګ سره اوږدې بامعنې خبرې وکړې

د اوکراین صدر ولادېمېر زېلېنسکي ویلي د چين صدر شي جن پېنګ سره يې په ټېلې فون خبري کړي دی.

زېلېنسکي د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ټوېټر یو پېغام کې وویل شي پېنګ سره "اوږدې او بامعنې" خبرې وکړې.

زېلېنسکي وویل امید کوي چې چینايي صدر سره د خبرو او چین دپاره د اوکراین سفیر د ګمارل کېدو په نتیجه کې به د دواړو ملکونو په تعلقات کې پرمختګ وشي.

د زېلېنسکي د ټویټ نه دا نه معلومېده چې ټېلې فون چا کړی و.

چین په اوکراین د روس د یرغل غندنه نه ده کړې، ماسکو او بيجېنګ نژدې ملګري او چين غوښتنه کړې چې د اوکراین جنګ ختمولو دپاره دې خبرې وکړی شي.

صدر شي د فېبرورۍ په میاشت کې د ماسکو درې ورځنی سفر وکړو او د روس صدر ولادېمیر پوټن سره يې وليدل.

چین په اوکریان د روس د یرغل غندنه نه ده کړې، ماسکو او بيجېنګ نژدې ملګري دي او چين غوښتنه کړې چې د اوکراین جنګ ختمولو دپاره دې خبرې وکړی شي
چین په اوکریان د روس د یرغل غندنه نه ده کړې، ماسکو او بيجېنګ نژدې ملګري دي او چين غوښتنه کړې چې د اوکراین جنګ ختمولو دپاره دې خبرې وکړی شي

\​ماسکو ته د صدر شي د سفر په اړه اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې په خپل یو رپورټ کې ویلي وو چې د چینايي صدر دوره صدر پوټن دپاره مضبوط سیاسي ملاتړ و چې مغربي ملکونو ته يې دا پېغام هم ورکولو چې د روس د تنها کولو کوښښونه يې ناکامه شوي دي.

یادونه: د دې خبر ځېني معلومات د ای پي نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG