لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراین مشرقي ښار سېوېرودونېڅک د نیولو دپاره د روسي او اوکرايني ځواکونو ترمنځ سخته جګړه شوې


د اوکراین په سېوېرودونېڅک سیمه کې جګړه دوام لري او د اوکراین او روسیې ځواکونو ترمنځ د دوشنبې یا ګل په ورځ هم د ختیځ ښار سېوېرودونیڅک لارو او کوڅو کې سختې جګړې دوام درلود.

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زیلینسکي وییلي چې روسي ځواکونه د سویل ختیځ مهمه ښار زاپوریژیژیا د نیولو اراده لري.

که څه هم د سېوېرودونیڅک د ښار د ادارې مشر اولیکساندر وییلي چې جګړه ساعت په ساعت بدلیږي، خو د اوکراين ولسمشر زیاته کړې چې سره له دې چې د روسي ځواکونو په مقابله کې اوکرايني ځواکونه د سرتېرو او وسلو له کمښت سره مخامخ دي، خو بیا يې هم سېوېرودونېڅک سیمه یې په خپله ولکه کې ساتلې ده.

زېلېنسکي دا خبره د جون پر شپږمه کړې او زياته کړې يې ده چې د روسي ځواکونو شمېر زيات دی او هغوی زیات طاقتور دي، خو د هغه په وينا، اوکراين پر دغه لوري د جنګ لپاره ډېرې لارې لري.

نوموړی زیاتوي چې کور په کور جګړې او د روسانو لخوا ناتاره بمبارۍ د اوکراين په ختيځ کې سېوېرودونېڅک او لېسېچانسک ښارونه په مرګوني ښارونو بدل کړي.

د اوکراين په ولکه کې دا دوه سټراټيجيک ښارونه که د روس لاس ته ولوېدل نو د اوکراین په ختيځه برخه کې به ټول لوهانسک سیمه د روس په واک کې راشي.

خو د اوکراین ولسمشر د دوشنبې په ورځ دا هم وییلي چې هغه د برتانیې له وزیر اعظم بوریس جانسن څخه "د نوي پرمختللي دفاعي ملاتړ تایید ترلاسه کړ، او دا چې دواړو د اوکرایین د بندرونو د بندولو او د خوراکي توکو د بحران څخه مخنیوي په لارو چارو بحث وکړ.

بريتانيا په خپله هم د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د M270 څو ډوله راکټ سيسټمونه استوي چې تر 80 کيلومتره واټن پورې هدفونه په نښه کولای شي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن تیره اونۍ وویل چې امریکا پلان لري اوکرایین ته د 700 ملیون ډالرو نوي وسلې واستوي چې په کې څلور مهمه وسلې شاملې دي. د منځني واټن راکټ سیسټمونه، هلیکاپټرونه، د ټانک ضد وسلو سیسټمونه، رادارونه، تاکتیکي وسایط او نورې اضافي وسلې شاملې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG