لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: اوکرایني مامورین اندېښمن دي چې مغربي ملکونه به يې په هېواد کې د جنګ ته سړي شي


بلخوا د اوکراین مشرقي ښار سوېیردونیڅک ښار د نیولو دپاره د اوکرایني او روسي ځواکونو جګړې د جمعې په ورځ هم دوام درلود
بلخوا د اوکراین مشرقي ښار سوېیردونیڅک ښار د نیولو دپاره د اوکرایني او روسي ځواکونو جګړې د جمعې په ورځ هم دوام درلود

په داسې حال کې چې په اوکراین د روس د یرغل څلور میاشتې شوي دي، خبري ادارې وايي اوکرایني مامورین اندېښمن دي چې مغربي ملکونه چې د اوکراین ملاتړ کوي په اوکراین کې جنګ د غځېدو له امله به د "وار فټیګ" ښکار شي، د جنګ نه به سټریا محسوسول شروع کړي.

اوکرایني مامورین ویره لري که چېرې مغربي ملکونه د اوکراین د جنګ نه ستړي کېږي نو روس به ددغه صورتحال نه ګټه پورټه کوي او په صدر ولادومیر زېلېنسکي به د مفاهمت دپاره فشار زیاتوي او مجبوروي به یې چې د روس په شرایطو امن ته غاړه کښېږدي. خو صدر زېلېسنکي تر اوسه د روس مزاحمت کړی دی.

صدر زېلېنسکي وویل د جنګ نه ستړیا زیاتېږي او خلک او خپله اوکراین څه نه څه نتیجه غواړي چې د دوی او د اوکراین په ګټه وي.

پېنټا سېڼتر څېړوونکي ولادومایر فېسنکو اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ته وویل دا خبره واصحه ده چې روس مغربي ملکونه سړي کول غواړي چې بالاخېرد ټګر دریځ د مفاهمت دریځ ته واوړي.

بلخوا د اوکراین مشرقي ښار سوېیردونیڅک ښار د نیولو دپاره د اوکرایني او روسي ځواکونو جګړه د جمعې په ورځ هم دوامداره وه.

اوکرایني چارواکو د مغربي ملکونو نه نوره وسله، راکټې او توپې غوښتي دي.

د امریکې صدر جوبایډن تېره هفته وویل وویل اوکراین ته به د مزایلو جدید نظام ورکوي.

په عین حال کې صدر زېلېنسکي غواړي چې په یورپي اتحاد کې شاملېدو دپاره یورپي اتحاد د اوکراین خواست په خپل ځای وساتي.

د ای پي خبري ادارې ترمخه د جمعې په ورځ د کوپن هېګن ډېموکرېسي سمټ غونډې ته د وډیو دلارې وېنا کې صدر زېلېنسکي وویل یورپين یونین بایډ په چټکتیا د 27 ملکونو په اتحاد کې اوکراین ته رکنیت ورکړي.

زېلېنسکي د روس نه غوښتلي چې د اوکراین محاصره ختمه کړي چې دا ډول نړۍ د خوراک د کمي د خطر نه بچ شي.

زېلېنسکي وویل که په تور سمندر کې د روس محاصره دوام لري نو په مېلینونو خلک د لوږې ښکار کېدلی شي.

روس اوکراین نه د غلې په برامداتو کې د کمي الزام د هېواد په صد په نړیوالو بندیزونو او په تور سمندر کې د اوکراین په ماینونو پورې کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، رویټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG