لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکرایني چارواکي وايي د روس په مزایل حمله کې ۳۵ وژل شوي دي


په نيپرو کې مزایل حمله د خالي، شنبې، په ورځ شوې او د اوکراین هوايي پوځ ویلي په حمله کې کی اېچ ټونټي ټو نومې مزایل استعمال شوي چې د روس  کورسک سېمي نه چلول شوي وو
په نيپرو کې مزایل حمله د خالي، شنبې، په ورځ شوې او د اوکراین هوايي پوځ ویلي په حمله کې کی اېچ ټونټي ټو نومې مزایل استعمال شوي چې د روس  کورسک سېمي نه چلول شوي وو

د اوکراین چارواکو د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د هېواد په نيپرو ښار کې د روس په مزایل حمله کې د استوګنې یوه ودانۍ لګېدلې ده او لږ تر لږه ۳۵ پکې وژل شوي دي او امدادي کارکونکي د نورو کسانو دپاره د لټون عملیات شروع کړي دي.

نيپرو ښار چې په کومه سیمه کې دی د دې ګورنر د سوشل ميډیا د لارې وویول چې په ودانۍ حمله کې ۷۵ کسان زخمیان شوي او ۳۵ نور بې درکه دي.

په نيپرو کې مزایل حمله د خالي، شنبې، په ورځ شوې او د اوکراین هوايي پوځ ویلي په حمله کې کی اېچ ټونټي ټو نومې مزایل استعمال شوي چې د روس کورسک سېمي نه چلول شوي وو.

د اوکراین د پوځي چارواکو ترمخه اوکرایني ځواکونو د هغه ۳۳ مزایلو نه ۲۱ مزایل راغورځولي وو چې روسي ځواکونو ویشتلي وو. د دغو چارواکو په وېنا اوکراین د کی اېچ ټونټي ټو مزایل د راغورځولو صلاحیت نه لري.

د اوکراین چارواکي وايي په اوکراین د یرغل راهسې روسي ځواکونو د اوکراین په غیر پوځي هدفونو ګڼ شمېر حملې کړي خو روس د دې تردید کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي، ای پي او روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG