لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ای پي: اوکرایني چارواکي وايي د روسیې پوځ د پلازمېنې کییف شاوخوا بریدونو ته دوام ورکړی


د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د چهارشنبې په ورځ د نړیوالو څخه غوښتي چې د اوکراین سره د ملاتړ لپاره دې په راتلونکې نړیوالې غونډې کې ګډون وکړي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د چهارشنبې په ورځ د نړیوالو څخه غوښتي چې د اوکراین سره د ملاتړ لپاره دې په راتلونکې نړیوالې غونډې کې ګډون وکړي

د روسیې پوځ د اوکراین د پلازمېنې کییف او شمالي ښار چرنیهیف په شاوخوا سیمو د توغندیو بریدونو ته دوام ورکړی دی. دا خبر اسوشیېټډ پرېس خبري ادارې د لوړ پوړو اوکرایني چارواکي له قوله ورکړی دی.

د کییف د سیمې د پوځي ادارې مشر اولیکساندر پاولیوک د چهارشنبې یا شورو په ورځ (مارچ ۳۰مه) وویل چې د پلازمېنې په شاوخوا کې د بوچا، بروواري او ویشورود په سیمو کې د استوګنې پر سیمو او ملکي تاسیساتو د روسیې ۳۰ توغندي لګېدلي دي.

دا بمباري په داسې حال کې دوام لري چې روسیې د سې شنبې په ورځ په ترکیه کې د اوکراین سره د مذاکراتو او خبرو وروسته د کییف او شمالي ښار چرنیهیف په شاوخوا کې د پوځي فعالیتونو د کمولو ژمنه وکړه.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ملګرو ملتونو نن د مارچ په ۳۰ مه د بشري حقونو درې کارپوهان وګومارل چې په اوکراین کې د ممکنه جنګي جرمونو او نورو سرغړونو په اړه تحقیقات وکړي.

په یوه بیان کې ویل شوي چې دغه خپلواکه کمیټه دنده لري چې د روسیې فډرېشن لخوا د اوکراین په وړاندې د تیري په شرایطو کې د بشري حقونو ټولې ادعا شوې سرغړونې او د نړیوال بشردوستانه قانون څخه سرغړونه او اړونده جرمونه وڅیړي.

بل پلو د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د چهارشنبې په ورځ د نړیوالو څخه غوښتي چې د اوکراین سره د ملاتړ لپاره دې په راتلونکې نړیوالې غونډې کې ګډون وکړي، چې هدف یې د اوکراین د جنګ ځپلو خلکو لپاره فنډ راټولول دي. د انلاین بشري مرستو د ژمنې سرمشریزه د اپریل په 9 مه د اروپایی ټولنې د کمیسیون مشر (اروسولا وان ډیر لیین) او د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو لخوا د فعال سازمان (ګلوبل سیټیزن) په ملګرتیا کې او کوربه توب ترسره کیږي.

اخوا د رویټرز خبري ادارې د راپور له مخې د برتانیا حکومت د چهارشنبې په ورځ وویل (مارچ ۳۰مه) یې د هغو پلانونو له مخې یې پنځه ویشت زره او ۵۰۰ اوکراینیانو ته ویزې ورکړي چې د روسیې له خوا تېره میاشت پر اوکراین د برید وروسته د کډوالو د راوستلو لپاره جوړ شوې و.

د کورنیو چارو وزارت معلومات ښيي چې د اوکراین د کورني سکیم لاندې 22,800 ویزې ورکړل شوي چې له مخه یې پناه غوښتونکو ته اجازه ورکوي چې په برتانیا کې د خپل کورنۍ غړو سره یوځای شي. همداراز 2,700 کسانو ته د سپانسرشپ سکیم لاندې وړاندیز شوي چې مهاجرینو ته د نوم سپانسر سره د ننوتلو اجازه ورکوي. په دې لړ کې تر اوسه 28,300 خلکو د سپانسرشپ سکیم لپاره غوښتنه کړې او ټول غوښتنلیکونه 59,500 دي.

په داسې حال کې دی چې اوس مهال له جګړې څخه د تښتېدلو کسانو شمېر له ۴ میلیونو څخه هم ډېر دی. دا مهال د برتانیا حکومت هم تر سخت فشار لاندې دی چې د کډوالو منظورولو لپاره لا ډېر کار وکړي.


  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG