لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراېن صدر د امریکې کانګرس ته وېنا کونکی دی


ولادومیر زیلېنسکي
ولادومیر زیلېنسکي

د اوکراېن صدر ولادومیر زیلېسنکي د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکې کانګرس ته وېنا کوي، دا په داسې حال کې چې د امریکې صدر جوبایډن اوکراېن سره د 800 مېلین ډالرو مالیت د امداد اعلان کونکی دی.

بلخوا په برسلز کې د نېټو د دفاع وزیران هم په اوکراېن د روس د یرغل په موضوع غونډه کوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه ښاغلي زیلېنسکي به د وډیو دلارې د امریکې قانون سازانو ته تقریر کوي. په تېرو څو هفتو کې د اوکراېن صدر دا ډول تقریرونه د برطانيي، کېنېډي او يورپین پارلېمڼت ته هم کړي دي او د خپل هېواد سره یې د زیات پوځي او انساني امداد غوښتنه کړې ده.

د اوکراېن د صدر د تقریر نه څو ګڼې وروسته به صدر بایډن په وایټ هاوس کې وېنا کوي او اوکراېن سره به د نورې مرستې اعلان کوي. د دې سره به په تیره هفته کې اوکراېن سره د امریکې د مجموعي امداد مالیت دوه بېلین ډالر ته ورسېږي.

صدر بایډن د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل چې د اوکراېن په ضد د روس صدر ولادیمیر پوتین جارحیت د امریکې ټول ولس متحد کړی دی.

د مارچ په 24 نېټه به صدر بایډن په برسلز کې د نېټو د سر مشرانو په غونډه کې شرکت کوي. په دغه موقع به په اوکراېن د روس د یرغل یوه میاشت پوره شي. په اوکراېن کې د پوځي مداخلت نه مخکې به روس دا خبره ردوله چې په اوکراېن د یرغل اراده لري.

د نېټو سېکرېټر جنرل ینس سټالټنبرګ دغه غونډه رابللې ده او په ټوېټر یو پېغام کې ویلي دي په غونډه کې به د اوکراېن سره د ملاتړ څرګندونه کولی شي او نېټو به خپله دفاع او مدافعت نور هم زیاتوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG