د اوکراېن صدر ولادومېر زیلېنسکي ویلي د روس د یرغل په ضد یې د ملک دفاع حساسې مرحلې ته رسېدلې ده او د امریکې نه د نورې مرستې خواست وکړو.
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه زیلینسکي د ملک د دفاع او د امریکې نه د مرستې غوښتنه په داسې حال کې کړې ده چې روس د خپل دې لوظ ه په شا شوی چې خپل ځینې عملیات به کم کړي.
ای پي وايي د اوکراین سرښار کییف او د شمالي ښار چرنېهیف شا او خوا ته او په نورو سیمو کې د روس په بمبارۍ کې اضافې دا امیدونه د جنګ بندۍ په اړه امیدونه ختم کړي دي.
د رپورټ ترمخه په شهري علاقو کې ملکي کسان د سختو ستونزو سره مخامخ دي او دواړو فریقېنو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل چې د مېرېاپل ښار نه به شهریانو د وېستلو دپاره کوښښ وکړي.
د اوکراین د یو چارواکي ترمخه د جمعې په ورځ به د اوکراین او روس ترمنځ مذاکرات د وډیو کانفرنس دلارې بیا شروع کېږي.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ د اوکراېن د قانون سازانو یوې ډلې د واشنګټن سفر وکړو او د امریکې نه یې د نور پوځي ساز او سامان او د مالي مرستې غوښتنه وکړه.
د اوکراینې ډلې یوې غړې اناتاشیا رایدینا په واشنګټن کې د اوکراین په سفارت کې خبري غونډې ته وویل روسي ځواکونه د خپل هېواد ته وېستل غواړي او په دې لړ کې هر ډول مرستې ته ضرورت لري. صدر زیلینسکي نېغ په نېغه د امریکې صدر جوبایډن نه د مرستې غوښتنه وکړه.
هغه وویل که په حقیقي معنو کې په متحده ډول د ازادۍ او جمهوریت دفاع کول غواړي نو بیا "مونږ حق لروو چې په دې سخت وخت کې د مرستې تقاضا وکړوو."
د اوکراین صدر وویل ټېنکونو، جنګي جهازونو او توپخانې ته ضرورت لري.
زیلیسنکي دغه غوښتنې په کییف کې د صدارتي دفتر نه بهر په تیاره کې قام ته خپله روزانه وېنا کې وکړې.
زیلینسکي د اوکراین سره د هغه 500 مېلین ډالرو اضافي امداد هرکلی وکړو چې امریکې یې د شورو، چهارشنبې، په ورځ اعلان وکړو.
د ای پي د رپورټ ترمخه په داسې حال کې چې روس په بمبارۍ کې چټکتیا کړې ده، دا امکان کم دی چې د اوکراین جګړه به زر ختمه شي.
بلخوا روس د نهې، سه شنبې، په ورځ ویلي وو چې د اوکراین او روس ترمنځ د اعتماد سازۍ دپاره به د کییف او د چرنېهیف ښارونو شا او خوا به تاوتریخوالی کم کړي خو زیلینسکي او مغربي ملکونو په دې اړه بې باوري څرګنده کړې وه.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي