لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د اوکراين صدر: "ګټه به زمونږ وي"


د اوکراين صدر ولاديمير زېلنسکي ويلي، "ګټه به زمونږ وي"، نوموړي دغه خبره په داسې حال کې کړې چې د روس په اوکراين د يرغل 100 ورځې پوره شوي دي.

د اوکراين صدر ولاديمير زېلنسکي ويلي، "ګټه به زمونږ وي"، نوموړي دغه خبره په داسې حال کې کړې چې د روس په اوکراين د يرغل 100 ورځې پوره شوي دي.

زېلنسکي په کيف کې د صدارتي ماڼۍ نه بهر په ويډيو کې ښکاره شوی او هغه چارواکي ورسره دي کوم چې ورسره په 24 فرورۍ د روس د يرغل په ورځ په ويډيو کې لیدل شوي وو.

زېلنسکي په ويډيو کې ویلي،

"زمونږ ټيم ډېر غټ دی، د اواکراين وسله وال پوځ دلته موجود دی. دا ډېره مهمه خبره ده، چې زمونږ خلک زمونږ سره په ملک کې دي. د 100 ورځو نه د اوکراين دفاع کوو، ګټه به زمونږه وي".

يورپي مشرانو هم د اوکراين سره د همغږۍ څرګندونه کړې ده.

د يورپي کمېشن صدر اورسلا ونډر لېن په ټویټر ويلي،

100 ورځې وړاندې روس په اوکراين بې منطقه جګړه پېل کړه، مونږ د اوکراين زړورتيا ته درناوی او ستاينه يې کوو، يورپي يونين د اوکراين سره ولاړ دی.

روس د تير کال په وروستيو کې د اوکراين پولو ته خپل پوځ غځولی او د روس صدر ولاديمير پيوټن بيا بیا دا خبره ردوله چې د حملې پلان نه لري خو په 24 فرورۍ هغه په ټیلي ويژن وېنا کې ویلي وو، په اوکراين کې ځانګړي پوځي عملیات کوي.

او د امریکا صدر جوبايډن ویلي دا د مخکې نه پلان شوی حمله وه. هغه ويلي وو روس بې د کوم جواز بې د کوم ضرورته د اوکراين په خلکو وحشي حملې شورو کړي دي.

د اوکراين صدر زېلنسکي تور لګولی روس جنګي جرمونه ترسره کړي، بايد نړۍ يې پرضد ګام واخلي.

امريکا تراوسه پورې د اوکراين سره د 53 اربه ډالرو پوځي، اقتصادي او بشري مرستې کړي دي.

د اوکراين د جګړې نه شپږ ملينه کسان نزدې ملکونو او اته ملينه په ملک کې دننه کډه شوي دي.

د اوکراین صدر زېلینسکي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ويلي وو، روسانو د اوکراین په قابو 20 فیصده خاورې باندې یرغل کړی.

د جمعې ورځ د دغې جګړې چې 100 ورځې وشوې چې په ګڼو ځایونو کې اوس هم روانه ده.

زېلنسکي ویلي،‌ د روسانو لخوا چې د اوکراین څومره خاوره نیول شوې دا د ټول هالنډ په اندازه ده.

خو زېلینسکي دا نه دي ویلي، چې روسانو د یرغل د پېل راهیسې د اوکراین څومره خاوره نیولې ده.

اوکراین د زیارت په ورځ ویلي، چې ځواکونو یې شل واړه ښارونه او کلي د هېواد په جنوبي برخه خېرسان سیمه کې بېرته نیولې دي.

XS
SM
MD
LG