لاس رسیدونکی لینک

 
صدر زېلېنسکي به په اوکراین کې د امن په اړه د امریکې په کوربتوب غونډې ته وېنا کوي
تازه خبر

صدر زېلېنسکي به په اوکراین کې د امن په اړه د امریکې په کوربتوب غونډې ته وېنا کوي


په انلاین بڼه غونډه کې به د نورو ملکونو خارجه وزیران هم شرکت کوي او صدر زېلېنسکي به خپله وېنا کې په اوکراین کې د امن په اړه خپل نظر وړاندې کوي
په انلاین بڼه غونډه کې به د نورو ملکونو خارجه وزیران هم شرکت کوي او صدر زېلېنسکي به خپله وېنا کې په اوکراین کې د امن په اړه خپل نظر وړاندې کوي

د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي به د امریکې په کوربتوب د جمهوریت په موضوع نړیواله غونډه کې په اوکراین کې د مستقل امن په اړه خپل نظر وړاندې کوي او بېلا روس ویلي د امریکې، برطانيې او د نېټو د فشار له امله يې روس ته اجازت ورکړی چې د بېلا روس په خاوره اېټمي وسلې وګماري.

د بېلار روس خارجه وزارت په خپل بیان کې وویل د دې حالاتو په تناظر کې او د ملک قومي سلامتیا ته د د خطر په سبب بېلاروس مجبور شوی دی چې خپل دفاعي صلاحیتونه او امینت مضبوط کړي.

د روس صدر ولادمېر پوټن د خالي، شنبې، په ورځ په بېلاروس کې د ټېکټیکل یا د وړو اېټمي وسلو د ځای په خای کولو اعلان وکړو او ويې وېل د دې ضرورت اوکراین سره د مغربي ملکونو د زیاتېدونکي پوځي مرستې په سبب پېښ شوی دی. هغه وویل د مغربي ملکونو په امداد کې اوکراین ته د برطانيې زغره شلونکي ګولۍ هم شاملې دي چې استعمال شوی یورېنېیم کاروي.

صدر زېلېنسکي به د امریکې د سمېټ فار ډېماکرسي کې تقریر کوي.

دغه غونډه د نهې، سه شنبې، په ورځ شروع کېږي او د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ ویلي د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن به د ابتدايي نشست کوربه وي.

په انلاین بڼه غونډه کې به د نورو ملکونو خارجه وزیران هم شرکت کوي او صدر زېلېنسکي به خپله وېنا کې په اوکراین کې د امن په اړه خپل نظر وړاندې کوي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ قوم ته خپله شبینه تقریر کې زېلېنسکي وویل د ازادۍ په ملاتړ کې به يې د همېشه په شان غږ مضبوط وي.

په نړیواله کچه د انصاف دپاره د امريکې د انصاف وزارت استازي بېت وان شاک د ګل، دوشنبې، په ورځ خپل تقریر کې وویل امریکا د یو داسې ډلې حمایت کوي چې په اوکراین د جارحیت د جرم په سر سزاګانې ورکړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وی او ای د اوکرایني ځانګې، رویټرز، ای پي، ای اېف پي او رويټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG