د اوکراین او روس چارواکو د اوکراين په سویلي برخه کې د اوکرایني عسکرو لخوه برید کې د هدف شوي ځای په اړه بیلې بیلې رای ورکړي.
د اوکراین چارواکي وايي د اوږدې فاصلې پورې نهه ویشتونکي راکټ په کخاؤکه سیمه کې د روس د وسلو یو ډیپو په هدف کړی چې پکې تر ۵۰ پورې د روس پوځیان وژل شوي دي خو د روس چارواکي وايي دغه برید کې د عامو خلکو ودانۍ په هدف کړی شوي.
د نهې. سه شنبې، په ورځ د برطانيي د دفاع وزارت هم وویل د روس پوځ د اوکراین په ډونټسک صوبه کې د سیمو په نیولو کې خپل پرمختګ جاري ساتلی، ډونټسک هغه سیمه ده چې ورته روس پوره پام وراړولی.د برطانيي لخوه جاري شوې بیانیه کې وېل شوي روس معلومیږي د اوکراین په پوځ فشار پرځائ ساتلی او په راتلونکې کې د نورو حملو لپاره ځان سمبالوي او تیارۍ نیسي.
د ډونټسک صوبې چاسیؤ یار ښارګوټي چارواکي وايي د خالي په ورځ د عامو خلکو په ودانۍ د لږیدلي روسي مزایل له کبله د مړو شمیر ۳۴ ته رسیدلی او د ملبې لاندې ګیر ۹ تنه صحي سلامت راویستل شوي دي.
د چاسیؤ یار ښارګوټی د کراماټورسک ښار نه ۲۰ کلومټره لری دی.د کراماټورسک ښار په دونټسک صوبه کې غربي اړخ ته هغه ښار دی چې د لوهانسک صوبې د قبضه کولو نه ورستو ښکاري د روس پوځ ئ ځان ته یو لوی هدف ګڼي.
د اوکراین کې د جګړې دا پینځمه میاشت ده او اوس په جګړه د انساني زیان پیښې سیوه شوي دي. د اوکراین صدر ویلاډیمیرذلنسکي خپله وینا کې وئيلي د روس لخوه په راکټي برید ویشتل شوو اپارټمنټونو څخه ۹ کسان سلامت راویستل شوي دي او د ژغورنې امله یقین لري چې د ملبې لاندې نور کسان هم ګیر پاتې دي.
د ګل په ورځ د اوکراين صدر ویلاډیمیرذلنسکي د خبریالانو سره خبرو کې وئيلي اګر چې د اوکراین پوځ ته د غربي نړۍ نه د اربونو ډالرو وسله ورکړی شوې خو ددغې باوجود روس په وسلو کې بر لاسی دی.
د اونیو راهسې د عام خلکو د وژنو په پیښو کې دا تازه پیښې د خالي په ورځ شوي خو روس وايي چې دوئۍ په خپلو حملو کې صرف د اوکراین پوځي عملیات په هدف کوي.
د جون په میاشته کې ۱۹ کسان په کریمن چوک شاپنګ مال کې او په سویلي اوډیسا کې روانه میاشت ۲۱ تنه د عام خلکو په ودانیو باندې بریدونو کې وژل شوي وو.
د اوکراین صدر ویلاډیمیرذلنسکي وايي چې د خرکیوف په سیمه کې ۵ عام ملکي کسان وژل شوي او بیا یو راکټ د یوه کور په لویه دروازه لږیدلی چې د کور ودانۍ ئ په مکمله توګه تباه کړې ده.
د خرکيوف یو ځائ اوسیدونکې ویلنټینا پوپو ویچوک چې د برید څخه ژوندۍ وتلې، رائټرز خبري ادارې ته وايي "رڼاګانې یې ولیدې، د ژغورنې املې د غړو په ټوپۍ کې د لږیدلو بیڼریانو رڼاګانې وې او وايي چغې مې جوړې کړې زه ژوندۍ یم، مهرباني وکړئ ما دراوباسئ."
دا اوده وه چې سحر وختي ئ په کور څلور راکټې ولږیدې، زیاتوي د ژغورنې املې کسان حالوی ته ورننوتل، ورته يې دروازه وټکوله او بهر يې راویستله.
د روس لخوه دا بریدونه د روس صدر ویلاډیمیرپیوټن د اوکراین په ډنباس سیمه د کنټرول لپاره د هڅو یوه برخه ده. د اوکراین پایه تخت کي یوف د قبضه کولو یا د ویلاډیمیرذلنسکي حکومت په نسکورولو کې د ناکامۍ ورستو د روس پوځ ډنباس ته مخه کړې.
واشنګټن —
1