لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراین صدر وايي صدر پوټن سره يې مذاکرات امکان نه لري


صدر زېلېنسکي دغه اعلان د صدر پوټن د اوکراین څلور علاقې په روس کې د شاملولو د فېصلې وروسته کړی دی
صدر زېلېنسکي دغه اعلان د صدر پوټن د اوکراین څلور علاقې په روس کې د شاملولو د فېصلې وروسته کړی دی

د اوکراین صدر ولادومير زېلېنسکي د نهې، سه شنبې، په ورځ یوه حکمنامه کې اعلان وکړو چې د روس صدر ولاديمیر پوټن سره یې مذاکرات امکان نه لري.

صدر زېلېنسکي دغه اعلان د صدر پوټن د اوکراین څلور علاقې په روس کې د شاملولو د فېصلې وروسته کړی دی.

د روس د حکومت ترجمان دمتري پېسکوف خبریالانو ته وویل روس به انتظار کوي چې صدر زېلېنسکي خپله فېصله بدله کړي او یا بل تن د اوکراین صدر شي.

هم د نهې، سه شنبې، په ورځ د روس د پارلېمنټ ایوان بالا د اوکراین څلور واړه سیمې په روس کې د شاملولو په حق کې ووټونه ورکړل.

د متحده قومونو ترڅنګ، امریکې او نورو مغربي ملکونو اوکرایني سیمې په روس کې د ضم کولو روسی ګام غندلی دی.

د متحده قومونو مشر اېنټنیو ګوټېرېس د روس ګام خطرناکه راپارونه بللی چې هېڅ قانوني اهمیت نه لري.

اوکراین ویلي په دونېڅک، لوهانسک، ژاپوريژا او کېرسون سیمو کې چې روس ضم کړي، په رېفرېنډم کې د خلکو نه په زور په روس کې د شاملېدو په حق کې رای اخیستل شوي دي.

د متحده قومونو ترڅنګ، امریکې او نورو مغربي ملکونو اوکرایني سیمې په روس کې د ضم کولو روسی ګام غندلی دی
د متحده قومونو ترڅنګ، امریکې او نورو مغربي ملکونو اوکرایني سیمې په روس کې د ضم کولو روسی ګام غندلی دی

ګوټېرېس تېره هفته وویل د طاقت او د ګواښونو دلارې د بل ملک علاقه نیول د اقوام متحده د منشور او د نړیوال قانون خلاف ورزي ده.

په عین حال کې اوکرایني چارواکو په هغو سیمو کې په ځوابي حملو کې د پوځي پرمختګ خبره کړې ده چې روس نیولي دي.

په کېرسون کې د روس ګمارل شویو چارواکو وویل د اوکراین ځواکونو ځینې سيمې نيولي دي خو د روس د دفاع وزارت دا خبره ومنله چې د غوره ټېنکونو اوکراین زمونږ دفاع ژوتیا ته ور ننوتلي دي.

صدر زېلېنسکي د ګل، دوشنبې، په ورځ قام ته تقریر کې وویل د اوکراین ځواکونه پرمختک کوي او ګڼ شمېر علاقې یې بېرته نیولي دي. هغه په دې اړه نور تفصیلات وړاندې نه کړل.

هغه نوي ځایونه ازاد کړی شوي دي او د محاذ په نورو علاقو کې درنه جګړه دوام لري.

د روس د دفاع وزارت ترجمان وویل روسي ځواکونو دفاعي کرښه نیولې ده او د اوکراین ځواکونو ته يې دروند نقصان رسولی دی.

د امریکې د پوځ یو لوړ رتبه چارواکي د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل چې په اوکراین کې درنه جګړه ليدل کېږي او روسي ځواکونو د مغرب په لورې پېش قدمي کړې ده. دغه چارواکي زیاته کړه چې په ځمکه څه زیات بدلون نه ښکاري او د اوکراین ځواکونو دفاعي کرښه سمباله کړې ده.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د وي او ای خبریالې کارله باب او د ای پي، روېټرز او ای اېف پي خبري ادارو د رپورټونه نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG