لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر زېلېنسکي: روس په اوکراین کې د نسل وژنې تګلاره عملي کوي


صدر زېلېنسکي وویل یوکراین به همیشه یو ازاد ملک وي او ټوټې به نکړی شي خو هغه زیاته کړه یوازنۍ پوښتنه دا ده چې د اوکراین ولس به د دې ازادۍ څه قیمت ادا کوي او روس به د دې "بې حسه" جنګ څه قیمت ادا کوي؟
صدر زېلېنسکي وویل یوکراین به همیشه یو ازاد ملک وي او ټوټې به نکړی شي خو هغه زیاته کړه یوازنۍ پوښتنه دا ده چې د اوکراین ولس به د دې ازادۍ څه قیمت ادا کوي او روس به د دې "بې حسه" جنګ څه قیمت ادا کوي؟

د اوکراین صدر ولادومیر زېلېنسکي قام ته خپله وېنا کې ویلي چې روس يې په هېواد کې په څرګنده ډول د نسل وژنې تګلاره عملي.

زېلېنسکي قام ته خپله روزانه تقریر کې وویل که عالمي قوتونو ته روس مرسته نه کوله نو په هېواد کې یې د هغه په قول د تباه کن پرمتګونو مخه نیول کېدی شوه.

هغه وویل روس د یورپي ملکونو نه د توانای د برامداتو په بدل کې هره ورځ په بېلینونو ډالر ترلاسه کوي او دا په داسې حال کې چې یورپین یونین په روس د شپږمې مرحلې بندیزونه د لګولو کوښښونه کوي.

صدر زېلېنسکي وویل یوکراین به همیشه یو ازاد ملک وي او ټوټې به نکړی شي خو هغه زیاته کړه یوازنۍ پوښتنه دا ده چې د اوکراین ولس به د دې ازادۍ څه قیمت ادا کوي او روس به د دې "بې حسه" جنګ څه قیمت ادا کوي.

په اوکراین کې د جګړې په اړه اېجنسي فرانس پرېس یا ای اېف پي خبري ادارې ویلي د اوکراین د مرکزي سیمې په ډنېپرو ښار کې په عسکري اسانتیاو بمبارۍ کې د اوکراین نېشنل ګارډ ځواکونو ویلي لس کسان وژل شوي دي. رپورټ وايي دغه سیمه تر اوسه پورې د جګړې زیاتره محفوظه پاتې شوي وه.

په عېن حال کې د روس صدر ولادیمیر پوتین ویلي روس اوکراین سره د قیدیانو تبادلې ته تیار دی.
د رویټرز خبری ادارې ترمخه پوتین دغه خبره د جمعې په ورځ د اسټریا چانسلر کارل نېهېمر سره په ټېلې فون خبرو کې وکړه.

نېهېمر وویل روسي صدر د قیدیانو په تبادله خبرو ته امادګي څرګنده کړه خو دا وېل چې هغه په حقیقت کې د قیدیانو په تبادله مذاکراتو ته تیار دی پېچيده پوښتنه ده.

د اوکراین د مشرقي لوهانسک سيمې ګورنر د جمعې په ورځ وویل چې دا امکان لري چې اوکرایني ځواکونه د نیولو کېدو نه د بچ کېدو دپاره په سیمه کې د مزاحمت د اخېري پوسټونو نه هم په شا شي. د رویټرز خبري ادارې ترمخه د لوهانسک قریباً ټوله سیمه روسي ځواکونو نیولې ده.

ګورنر سېهی ګایډی په ټېلېګرام د څېړوونکو د اتګل برعکس به روسي ځواکونه په راتلوونکو څو ورځو کې ونه نیول شي. په سیمه کې دوو محاصره شویو ښارونو ته په اشاره هغه وویل د خپلې دفاع دپاره په مناسب ډول وسایل او قوت لري خو هغه زیاته کړه چې په مکمله توګه په د محاصره کېدو نه ځای بچ کولو دپاره کېدی شي چې دوی پسپايي وکړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي، ای پي او رویټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG