لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان دپاره د متحده قامونو استازی: طالبان د تېر حکومت کارکوونکي وژني او يا يې زوروي


الکابروف وویل يوناما پرله پسې داسې کره معلومات ترلاسه کړي چې طالبان د عامې معافۍ پرته هم د تېر حکومت کارکوونکي وژني او يا يې زوروي. پکار ده چې د دغې سرغړونو مخه ونيول شي او ککړ مجرمان پکې احتساب ته مخامخ کړی شي
الکابروف وویل يوناما پرله پسې داسې کره معلومات ترلاسه کړي چې طالبان د عامې معافۍ پرته هم د تېر حکومت کارکوونکي وژني او يا يې زوروي. پکار ده چې د دغې سرغړونو مخه ونيول شي او ککړ مجرمان پکې احتساب ته مخامخ کړی شي

د افغانستان د پاره د متحده قامونو د جنرل سېکټر‌ېټري نایب خصوصي‌ استازي رامز الاکبروف د سېکيورټي کاونسل یا د امنيتي شورا غونډې ته د حال احوال تېرولو په وخت ویلي د خونړۍ زلزلې سره سره په افغانستان کې د بشري‌ حقونو د سرغړونو، اقتصادي بدحالۍ،‌ د بشري بحران او د واکمنو طالبانو سره د رابطو په شان یو شمېر نورې کشالې هم په بېړنۍ ډول پاملرنې ته اړتيا لري.

الاکبروف وویل يوناما پرله پسې داسې کره معلومات ترلاسه کړي چې طالبان د عامې معافۍ پرته هم د تېر حکومت کارکوونکي وژني او يا يې زوروي. پکار ده چې د دغې سرغړونو مخهونيول شي او ککړ مجرمان پکې احتساب ته مخامخ کړی شي.

د ملګرو ملتونو امنیتي شورا ته د زیارت، پنجشنبې، په ورځ دالاکبروف د وېنا نقل د یوناما په وېب پاڼه خپور کړی شوی دی.

الاکبروف وویل د پخواني حکومت مامورینو د زورولو ترڅنګ د افغانستان واکمنو په هېواد کې د رای په ازادۍ او د خلکو په غونډېدو هم بنديزونه سخت کړي دي، چې د بنيادي حقونو خلاف ورزي ده.

هغه وویل طالبانو په افغانستان کې د ښځو په آزادۍ ، سياسي او سماجو هلو ځلو هم قدغنونه لګولي دي، چې پکې د جينکو د پاره اوس هم په ثانوي تعليم پابندي ده. د طالبانو دې سختو پاليسو په افغانستان کې په اقتصاد او اولسي نفسياتو ډېرې بدې اغېزې کړيدي.

رامز الاکبروف
رامز الاکبروف

د متحده قامونو استازي وویل د بشري حقونو وروسته په افغانستان کې دويمه کشاله د اقتصاد ده چې د اګست راهسې ۳۰ نه تر۴۰٪ پورې ښکته شوی، د دې ترڅنګ د بهر ملکونو نه ورتلونکي رقم کې هم ٪۵۰ کمی شوی، د بې روزګارۍ کچه ۴۰٪ زياته شوې او د غربت کچه ۹۷ ٪ ته د زیاتېدو خطر څرګند کړی شوی دی.

په دې حالاتو کې ۸۲٪ کورنۍ په قرضو کې ښکېل دي او که په افغانستان کې اقتصادي وده او نه شوه نو بشري بحران به نور هم زيات شي.

په افغانستان کې پرله پسې دويم کال دی چې وچکالي ده، سېلابونه او وباګانې پکې راغلې او څاروي د مرضونو ښکار شوو او فصلونه ملاخانو تباه کړل، چې د کرونده ګرو اقتصاد يې هم برباد کړی.

د امنیتي شورا مشر په مخاطب کولو الاکبروف وویل "جناب صدر! مونږه ته ستاسو مرسته پکار ده چې افغانان له تېرو څلوېښتو کالو د جنګونو د بربادۍ نه د ويستلو د پاره د هغوي سره مالي مرستې وکړی شي.هغوي ته کار روزګار پکار دی چې هغوي پرې خپل او د خپلې کورنۍ ژوند په سکون سره وکړی شي. زما په اند دا به د افغان ولس او د نړيوالې ټولنې د پاره ګټه وره وي."

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

ځانګړې ویډیوګانې

کوئټه کې د هزاره کلتور ورځ ولمانځلې شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG