لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه: سږ کال د ملکي کسانو زیاته مرگ ژوبله د افغان او نېټو ځواکونو د لاسه شوي


د سږ کال په شروع کې افغان صدر اشرف غني په امنیتي ځواکونو غږ وکړو چې د وسله والو خلاف د لټون په عملیاتو کې دې د ډیر احتیاط نه کار اخلي
د سږ کال په شروع کې افغان صدر اشرف غني په امنیتي ځواکونو غږ وکړو چې د وسله والو خلاف د لټون په عملیاتو کې دې د ډیر احتیاط نه کار اخلي

ملگرو ملتونو په خپل پو رپورټ کې ویلي دي چې د سږ کال په لومړیو دریو میاشو کې په افغانستان کې د وسله والو پرځای د افغان او نړیوالو ځواکونو دلاسه ملکي کسانو ته زیات تلفات اوړېدلې دي.

د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې د شورو، چارشنبې، په ورځ په خپل رپورټ کې وویل په تېرو څو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې ملکي کسانو ته اوړېدلې زیاتې مرگ ژوبلې ذمه واري په افغان او نړیوالو ځواکونو اچول شوې ده.

ای پي دا هم وویل چې د ملکي کسانو د تلفاتو په اړه دا شمېرې دا خبره هم په ډاگه کوي چې د افغانستان په جنگ کې ملکي کسان نه یوازې په ځانمرگي حملو او د وسله والو په بریدونو ژوند دلاسه ورکوي بلکې ملکي کسان د نېټو او افغان ځواکونو او د وسله والو ترمنځ د ډزو په تبادله کې هم د تلفاتو سره مخامخ کېږي.

د شورو، چارشنبې، په ورځ په افغانستان کې د ملگرو ملتونو دفتر یوناما وویل د سږ کال د جنورۍ د لومړۍ نېټې څخه د مارچ د میاشت ٣٠ نېټې پورې په افغانستان کې ٥٨١ ملکي کسان وژل شوې دي چې پکې د ٣٠٥ ملکي کسانو د وژنې ذمه واري د افغان او نېټو ځواکونو په غاړه ده. رپورټ وايي زیات ملکي کسان د وسله والو دلاسه زخميان شوې دي.

رپورټ وايي ملکي کسانو ته تر ټولو زیات زیان د هوايي بمبارۍ دلاسه رسېدلی دی او د دې وروسته ملکي کسان د امنیتي ځواکونو د لټون په عملیاتو او د وسله والو په پټن په چاپو کې د تلفاتو سره مخامخ شوې دي.

ای پي وايي د ملگرو ملتونو په رپورټ کې د نېټو اتحاد کوم ملک نوم نه دی اخیستل شوی خو د افغان ځواکونو په ملاتړ کې زیاتره هوايي بمباري امریکايي ځواکونه ترسره کوي.

د یوناما د انساني حقونو مامور رچرډ بېنټ وايي په وژل شویو ملکي کسانو د زنانه ؤ او ماشومانو شرح ٥٠ فیصد ده.

د سږ کال په شروع کې افغان صدر اشرف غني په امنیتي ځواکونو غږ وکړو چې د وسله والو خلاف د لټون په عملیاتو کې دې د ډیر احتیاط نه کار اخلي.

ای پي وايي طالبانو هم په خپلو وسله والو غږ کړی چې د حکومت خلاف عملیاتو کې دې ملکي کسانو د زیان نه محفوظ ساتي. ای پي وايي طالبانو خپل اغیز د هیواد قریباً په نیمايي برخه خپور کړی دی.

ای پي وايي د امریکې پوځ ترجمان کرنل ډېو بټلر ویلي ملکي کسان د نقصان د محفوظ ساتلو دپاره به جنگ بندي تر ټولو غوره لار وي.

خو طالبانو تر دا وخت د افغان حکومت سره د نیغ په نیغه خبرو نه انکار کړی دی.

کرنل بټلر وویل نېټو ملکي کسانو ته د زیان په اړه تشویش لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG