لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه وائي د افغان اولسي وگړو وژنه کې 15 فيصده کمى راغلى


ملگري ملتونه وائي د افغان اولسي وگړو په وژنو کې د تيرو پينځوؤ کلونو په مهال په لمړي ځل کمى راغلى دى.
ملگري ملتونو شمېرو ترمخه افغانستان کې سږ کال تر نیمايي برخه کې اولسي مرگ ژوبله 15 فېصده کمه شوې ده.
کابل کې د شورو په ورځ په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د مرستو دفتر یا یو این ایم اې لخوا د جاري کړل شوې شميرو ترمخه د جنورۍ څخه تر دې مهاله ټول 1,145 کسان وژل شوي چې پکې زياتره دطالب ياغيانو دبريدونو ښکار شوي، او دژوبل شوؤ افغان وگړو شميره 1,954 ده.
تير کال هم په دغه هومره موده کې دوژل شوؤ کسانو شميره 1,510 ښودل شوې او په مجموعي توگه کال 2011م کې 3654 کسان وژل شوي.
خو په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د مشن يو اين اى ايم اى خپل راپور کې خبردارى ورکړى چې په هيواد کې روانه جگړه داولسي وگړو لپاره هم هاغه شان خونړۍ ثابتيږي.
سږ کال په وژل شوؤ او ژوبل شوؤ کې تقريباً 30فيصده ښځې او ماشومان شامل دي، کورني جوړ شوي بمونه دښځو او ماشومانو دوژنو تر ټولو ستر علت ښودل شوى.
تنظيم وائي دصدر حامد کرزي دحکومت په ضد دفعاله طالبانو او نورو ياغي ډلو دتشدد څخه ډکو کارروائيو کې 80 فيصده خلک وژل شوي چې تير کال هم په دغه هومره موده کې ترسره شوؤ زيانونو کې 15 فيصده کمى څرگندوي.
دلس فيصده وژنو علت دافغان او نيټو ځواکونو دترهه گرۍ په ضد هڅې ښودل شوي چې دتير کال په پرتله 25 فيصده کمى څرگندوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG