لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

متحده قومونه: نړیوال عدالت دې د فلسطینیانو په علاقو د اسرایل د قبضې د قانوني حېثیت په اړه رای ورکړي


 د عدالت نه دا رای هم غوښتل شوي چې د هغو اقداماتو په اړه دې هم رای ورکړي چې د یروشلم د ابادۍ، شناخت او حېثیت بدلولو او د امتیازي قوانینو او اقداماتو په لړ کې یې اسرایل اخلي
 د عدالت نه دا رای هم غوښتل شوي چې د هغو اقداماتو په اړه دې هم رای ورکړي چې د یروشلم د ابادۍ، شناخت او حېثیت بدلولو او د امتیازي قوانینو او اقداماتو په لړ کې یې اسرایل اخلي

د متحده قومونو جنرل اسمبلۍ یا عمومي شورا د جمعې په ورځ انټرنېشنل کورټ اف جسټس یا د انصاف نړیوال عدالت نه وغوښتل چې د فلسطینیانو په علاقو د اسرایل د قبضې په اړه دې خپله رای ورکړي.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه په 193 ملکونو مشتمل جنرل اسمبلۍ د انصاف نړیوال عدالت نه د رای غوښتنه په یو قرارداد کې وکړه چې د 87 ووټونو په اکثریت اسمبلۍ منظور کړو. د امریکې او اسرایل په شمول 24 ملکونو د قرارداد په مخالفت کې په ووټونه ورکړل او 53 ملکونو په قرارداد د رای ورکولو نه ډډه وکړه.

په قرارداد د ووټونو نه وړاندې د اقوام متحده دپاره د اسرایل سفیر ګېلاد اردان په یو بیان کې وویل چې یوه نړیواله اداره هم دا فېصله نه شي کولی چې یهودیان په خپل وطن کې قابضین دي.

اسرایلي سفیر په خپل بیان کې وویل د یوې داسې عدالتي ادارې فېصله چې اختیار ورته په "اخلاقي توګه بدحاله او د سیاست ښکار" اقوام متحده ورکړی وي دغه فېصله به په مکمله توګه غیر قانوني وي.

د اسرایل وزیراعظم یاېیر لپېډ، چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یې بېنجمن نېټن یاهو ځای ونیولو، په نړیوالو مشرانو غږ وکړو چې د متحده قومونو دګام مخالفت وکړي. هغه وویل دغه مسله نړیوال عدالت وړل به د انتهاپسندو لاس مضبوط کړي.

اسرایل وېسټ بېنک، غزه او مشرقي یروشلم د کال 1967 په جنګ کې نیولي دي. فلسطینیان دغه سیمې د خپل اینده ریاست حصې ګڼي. روېټرز وايي اسرایل د غزه نه انخلا کړې او د مصر ترڅنګ د غزه سرحدونه په خپل اختیار کې لري.

د 2007 په انتخاباتو کې د کامیابۍ وروسته فلسطينۍ مسلح ډله حماس په غزه حکومت کوي او د اسرایل سره یې درې جنګونه کړي دي.

متحده قومونو دپاره د فلسطینیانو استازي ریاد منصور وویل د فلسطیني علاقو په اړه په جنرل اسمبلۍ کې په قرارداد د ووټونو نه یوه ورځ مخکې د اسرایل داسې نوي حکومت سوګند پورته کړی چې د یهودیانو دپاره د ابادیو د زیاتولو لوظ یې کړی دی.

منصور د اقوام متحده جنرل اسمبلۍ ته وویل د دې پرته چې چا په قرارداد څه رای ورکړی خو که څوک په نړیوال قانون یقین کوي هغه به د انصاف د نړیوال عدالت د رای احترام کوي او د اسرایل د حکومت مخې ته به ودرېږي.

د اقوام متحده جنرل اسمبلۍ د انټرنېشنل کورټ اف جسټس نه وغوښتل چې په فلسطیني علاقو د اسرایل د قبضې، ابادکارۍ او نیول شوي علاقې د ضم کولو د قانوني حېثیت په اړه خپله رای ورکړي.

د عدالت نه دا رای هم غوښتل شوي چې د هغو اقداماتو په اړه دې هم رای ورکړي چې د یروشلم د ابادۍ، شناخت او حېثیت بدلولو او د امتیازي قوانینو او اقداماتو په لړ کې یې اسرایل اخلي.

د نړیوال عدالت نه غوښتل شوي چې په دې اړه هم اقوام متحده ته مشوره ورکړي چې د اسرایل پالیسۍ او عمل د "قبضې" په قانوني حېثیت څه اثر غورځوي او دا د نورو ملکونو او د متحده قومونو دپاره څه مضمرات لري.

ايي سي جی د دې نه مخکې په 2004 کې د اسرایل او فلسطینانو په مسله خپله رای ورکړی وه او د اسرایل د بېلتون دیوال یې غیرقانوني بللی و. اسرایل دغه فېصله رد کړې وه او په عدالت یې الزام لګولی و چې فېصله يې په سیاسي بنیادونو کړې ده.

د انصاف نړیوال وال عدالت چې د اقوام متحده تر ټولو لوی عدالت دی مرکزي دفتر د هالېڼد په هېګ ښار کې لري، د متحده قومونو د غړو ملکونو ترمنځ شخړې حل کوي، د اقوام متحده غړي ملکونو د عدالت د فېصلې منلو پابند دي خو عدالت سره دا اختیار نشته چې خپلې فېصلې نافذ کړی شي.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG